ads

جمهور رئيس غني په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته ولاړ

جمهور ريس محمد اشرف غني د تاجکستان د جمهور رئيس امام علي رحمان په بلنه نن  سهار د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني رسمي سفر پايتخت دوشنبې ته لاړ.د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د هېواد جمهور رئيس به په دې دوه ورځني رسمي سفر کې د تاجکستان جمهور […]

نویسنده: TKG
21 غویی 1395
جمهور رئيس غني په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته ولاړ

جمهور ريس محمد اشرف غني د تاجکستان د جمهور رئيس امام علي رحمان په بلنه نن  سهار د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني رسمي سفر پايتخت دوشنبې ته لاړ.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د هېواد جمهور رئيس به په دې دوه ورځني رسمي سفر کې د تاجکستان جمهور رئيس، د ياد هېواد له لومړي وزير او همدارنګه د ولسي جرګې رئيس سره په جلا جلا کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا او همکاريو په اړه خبرې وکړي. جمهور ريس محمد اشرف غني د تاجکستان د جمهور رئيس امام علي رحمان په بلنه نن  سهار د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني رسمي سفر پايتخت دوشنبې ته لاړ.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د هېواد جمهور رئيس به په دې دوه ورځني رسمي سفر کې د تاجکستان جمهور رئيس، د ياد هېواد له لومړي وزير او همدارنګه د ولسي جرګې رئيس سره په جلا جلا کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا او همکاريو په اړه خبرې وکړي.
د سرچينې په وينا، همدارنګه به د دواړو جمهور رئيسانو په حضور کې د دواړو هېوادونو استازي د همکارۍ موافقتنامې هم لاسليک کړي او جمهور رئيس غني به د تاجکستان ملي پوهنتون کې استادانو او محصلينو ته وينا وکړي.
سرچينه زياتوي، چې جمهور رئيس سره په دې سفر کې  د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني، لوى څارنوال فريد حميدي او د افغانستان د برېښنا شرکت رئيس قدرت الله دلاوري ملګرتيا کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA