ads

جلال اباد كې د ښار پاكولو شل ورځنى كمپاين پيل شو

د جلال اباد ښاروالۍ لخوا د ښار په ټولو ناحیو کې د چاپيريال د پاكولو شل ورځنی کمپاین پیل شو.چارواکي وایي، په دغه کمپاین کې ورسره مدني ټولنې، د ګذر وکیلان او ګڼ شمیر ځوانان برخه لري.د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان نن د دغه کمپاین د پیل پرمهال رسنیو ته وویل، چې د ګرمۍ […]

نویسنده: TKG
21 غویی 1395
جلال اباد كې د ښار پاكولو شل ورځنى كمپاين پيل شو

د جلال اباد ښاروالۍ لخوا د ښار په ټولو ناحیو کې د چاپيريال د پاكولو شل ورځنی کمپاین پیل شو.
چارواکي وایي، په دغه کمپاین کې ورسره مدني ټولنې، د ګذر وکیلان او ګڼ شمیر ځوانان برخه لري.
د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان نن د دغه کمپاین د پیل پرمهال رسنیو ته وویل، چې د ګرمۍ موسم په را نږدې کېدو او د ښار پاکوالي په خاطر یي  دغه شل ورځنى کمپاین پیل کړی، چې پرمهال به یې د ښار په ټولو ناحیو کې شته کثافات راټول شي. د جلال اباد ښاروالۍ لخوا د ښار په ټولو ناحیو کې د چاپيريال د پاكولو شل ورځنی کمپاین پیل شو.
چارواکي وایي، په دغه کمپاین کې ورسره مدني ټولنې، د ګذر وکیلان او ګڼ شمیر ځوانان برخه لري.
د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان نن د دغه کمپاین د پیل پرمهال رسنیو ته وویل، چې د ګرمۍ موسم په را نږدې کېدو او د ښار پاکوالي په خاطر یي  دغه شل ورځنى کمپاین پیل کړی، چې پرمهال به یې د ښار په ټولو ناحیو کې شته کثافات راټول شي.
ښاروال وایي، له یاد کمپاینه یې موخه د ښار پاکوالی او خلکو ته د ښار پاک ساتلو عامه پوهاوی ورکول دي.
د ښار د پاکوالي لپاره د دغه كمپاين همكار مدني فعالان بیا وایي، د ښار پاك ساتل د ښاروالۍ تر څنګ د ټولو ښاریانو دنده ده او بايد هر سړى ورته خاصه پاملرنه وكړي.
د كمپاين د ګډونوالو له ډلې یعقوب شینواري کلید ته وویل، دوی چمتو دي، چې هر وخت د ښار پاكولو په دا ډول کمپاینونو کې برخه وال شي.
په جلال اباد ښار کې د ښار د پاکوالي دا کمپاین په داسې حال کې پیلیږي، چې د کتونکو په باور ډېر کله دغه ډول کمپاینونه نمایشي رنګ لري او د ښار په نظم او چاپېريال ساتنه كې يې تر اوسه هیڅ ګټه نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA