ټاکل شوې د جرمني حکومت د هغو يو ميليون کډوالو په اړه تصميم ونيسي، چې اروپا ته يې مخه کړې ده.
ويل کېږي د دغو کډوالو زياته برخه په جرمني کې د کډوالۍ لپاره ورغلي دي، چې د دغه هېواد حکومت لپاره يې لوى سرخوږى جوړ کړى دى.
زياتره کډوال له سوريې، عراق او افغانستان څخه ورغلي دي.
جرمني ويلي، چې يو شمېر کډوالو ته به پناه ورکول کېږي، خو ډېرى هغه به يې هېڅکله هم و نه منل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې اروپا ته د نورو کډوالو د ورتګ د مخنيوي په هدف اروپايي اتحاديې له ترکيې سره هوکړه لاسليک کړې، چې له مخې به يې کډوال په ترکيه کې مېشت کېږي او په بدل کې به ترکيې ته ميليونونه ډالره مرستې وركول کېږي. ټاکل شوې د جرمني حکومت د هغو يو ميليون کډوالو په اړه تصميم ونيسي، چې اروپا ته يې مخه کړې ده.
ويل کېږي د دغو کډوالو زياته برخه په جرمني کې د کډوالۍ لپاره ورغلي دي، چې د دغه هېواد حکومت لپاره يې لوى سرخوږى جوړ کړى دى.
زياتره کډوال له سوريې، عراق او افغانستان څخه ورغلي دي.
جرمني ويلي، چې يو شمېر کډوالو ته به پناه ورکول کېږي، خو ډېرى هغه به يې هېڅکله هم و نه منل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې اروپا ته د نورو کډوالو د ورتګ د مخنيوي په هدف اروپايي اتحاديې له ترکيې سره هوکړه لاسليک کړې، چې له مخې به يې کډوال په ترکيه کې مېشت کېږي او په بدل کې به ترکيې ته ميليونونه ډالره مرستې وركول کېږي.


