په چين کې د سختو بارانونو له كبله د ځمکښويېدنې پېښه کې ۴۱ کسان تر خاورو لاندې شوي دي.
ايراني رسنيو د چينايي چارواکو له قوله ويلي، د چين په جنوب ختيځ فوجيان ولايت کې تر سختو بارانونو وروسته ځمکښويېدنه رامنځته شوې، چې له كبله يې تراوسه ۴۱ کسان ورک دي او ډېرى کلي په بشپړ ډول تر خاورو لاندې شوي دي. په چين کې د سختو بارانونو له كبله د ځمکښويېدنې پېښه کې ۴۱ کسان تر خاورو لاندې شوي دي.
ايراني رسنيو د چينايي چارواکو له قوله ويلي، د چين په جنوب ختيځ فوجيان ولايت کې تر سختو بارانونو وروسته ځمکښويېدنه رامنځته شوې، چې له كبله يې تراوسه ۴۱ کسان ورک دي او ډېرى کلي په بشپړ ډول تر خاورو لاندې شوي دي.
د ايرنا خبري اژانس د رپوټ له مخې، د چين د هوا پېژندنې ادارې مسوولينو لا له وړاندې د چين د جنوبي سيمو خلکو ته د سختو بارانونو خبردارى ورکړى و.
د چين د مرکزي ټلويزيون په خپاره کړو انځورونو کې ښکاري، چې پر يوه فابريکه له غره څخه نږدې سل زره متره مربع خاوره او خټې غورځېدلي، چې له كبله يې لسګونه کاريګر پکې تري تم شوي او د ژغورنې چارې يې روانې دي.
ويل کېږي ۱۵ کسان په ټپي حالت کې له خاور ايستل شوي او روغتون ته انتقال کړاى شوي دي.
چينايي رسنيو ويلي، سلګونه ژغورونکي،چې تربيه شوي سپي هم ورسره دي، په ځپل شوو سيمو کې له تېرې ورځې راهيسې د لټون هڅو کې دي، چې مړي له خاورو راوباسي.


