په يونان کې د حکومت د اقتصادي طرحې په خلاف لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي.
رپوټونه وايي، چې لاريونونه پرون سهار پيل شول او د تېرې شپې تر ناوخته يې دوام پيدا کړ.
لاريون کوونکو د يونان مرکز اتن کې د پارلمان ودانۍ هم محاصره کړې وه، چې تېره شپه د پوليسو تر مداخلې وروسته د دواړو لورو ترمنځ اخ و ډب کې لسګونه لاريون کوونکي ټپيان شوي دي. په يونان کې د حکومت د اقتصادي طرحې په خلاف لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي.
رپوټونه وايي، چې لاريونونه پرون سهار پيل شول او د تېرې شپې تر ناوخته يې دوام پيدا کړ.
لاريون کوونکو د يونان مرکز اتن کې د پارلمان ودانۍ هم محاصره کړې وه، چې تېره شپه د پوليسو تر مداخلې وروسته د دواړو لورو ترمنځ اخ و ډب کې لسګونه لاريون کوونکي ټپيان شوي دي.
لاريون کوونکو له دولته غوښتي، چې د ماليې د لوړولو پرېکړه دې بېرته واخلي.
يونان له تېرو څو کلونو راهيسې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دى، چې پر نورو اروپايي هېوادونو يې هم ناوړه اغېزه کړې ده.


