په هلمند ولايت كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د دولت ۲۹ تنو وسله والومخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دې ولايت په باباجي سيمه کې ۱۱ تنه وسله وال مخالفين له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي. په هلمند ولايت كې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د دولت ۲۹ تنو وسله والومخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دې ولايت په باباجي سيمه کې ۱۱ تنه وسله وال مخالفين له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچينې د۱۱ پوليسو د ټپي كېدو خبر هم وركړى دى.
د سرچينې په وينا، نن سهار شاوخوا اته بجې د هلمند ولايت د باباجي د کونجګ په سيمه کې د خپل ماين چاودنې دوه تنه وسله وال مخالفين وژلي او درې نور يې ټپيان كړي دي.


