د لغمان چارواكي وايي، له پرون راهيسې يې په دې ولايت كې ۱۰۰۰ بې وزله کورنیو ته د کار روزګار د برابرولو په خاطر د شيدو د غواګانو وركړه پيل كړې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن کلید ته وویل، د شيدو دا غواګانې د ولایت مقام او کرنې ریاست په هڅو د ودان موسسې په مالي همکارۍ مستحقو كورنيو ته وركړل شوي چې د ټولو غواګانو بيه ۱۱۴ ميليونه افغانۍ كېږي.
سرحدي ځواك زياته كړه، د دغه پروګرام له لارې ۳۸۶ کورنیو ته په مرکز، ۱۷۹ کورنیو ته په الیشنګ، ۷۹ کورنیو ته په الینګار او ۳۵۶ کورنیو ته په قرغیو ولسوالۍ کې چې سروې یې وړاندې د یادې موسسې له لخوا تر سره شوې د شیدو غواګانې وركول كېږي.

دا په داسې حال كې ده چې وړمه ورځ هم په دغه ولایت کې پر ۱۰۷ جګړه ځپلو کورنیو د نغدي مرستو د ويش لړۍ پيل شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ