ads

روسيه كې د لفظي شخړې له كبله پنځه کسان وژل شوي

رپوټونه وايي، په روسيه کې د لفظي شخړې له كبله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.فارس خبري اژانس د روسي رسنيو له قوله په خپور کړي رپوټ کې ويلي، يو شمېر موټر چلوونكو د دغه هېواد په يګورفسک سيمه کې له يو ځوان سره لفظي شخړه كړې او ياد وسله وال ځوان پر […]

نویسنده: TKG
20 غویی 1395
روسيه كې د لفظي شخړې له كبله پنځه کسان وژل شوي

رپوټونه وايي، په روسيه کې د لفظي شخړې له كبله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
فارس خبري اژانس د روسي رسنيو له قوله په خپور کړي رپوټ کې ويلي، يو شمېر موټر چلوونكو د دغه هېواد په يګورفسک سيمه کې له يو ځوان سره لفظي شخړه كړې او ياد وسله وال ځوان پر موټر چلوونكو ډزې کړي، چې له كبله يې پنځه کسان ځاى په ځاى وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. رپوټونه وايي، په روسيه کې د لفظي شخړې له كبله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
فارس خبري اژانس د روسي رسنيو له قوله په خپور کړي رپوټ کې ويلي، يو شمېر موټر چلوونكو د دغه هېواد په يګورفسک سيمه کې له يو ځوان سره لفظي شخړه كړې او ياد وسله وال ځوان پر موټر چلوونكو ډزې کړي، چې له كبله يې پنځه کسان ځاى په ځاى وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
دغه ځوان د يو شرکت ساتونکى بلل شوى، چې تر دې وړاندې هم څو ځله د قتل په تور نيول شوى او بېرته خوشې شوى و.
ويل کېږي هغه د تېښتې هڅه کړې وه، خو وروسته د پوليسو لخوا نيول شوى دى.
ياده پېښه پرون ناوخته رامنځته شوې، چې تراوسه يې اصلي علت معلوم نه دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA