د هلمند چارواكي وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې د دې ولايت د مارجې په تريخ ناور سيمه كې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول د وسله والو ډلو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمد رسول ځاځي په دې اړه كليد ته وويل، جګړه په خورا شدت لا هم روانه ده چې تر اوسه په كې دواړو لوريو ته اتلس تنه وژل شوي دي. د هلمند چارواكي وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې د دې ولايت د مارجې په تريخ ناور سيمه كې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول د وسله والو ډلو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمد رسول ځاځي په دې اړه كليد ته وويل، جګړه په خورا شدت لا هم روانه ده چې تر اوسه په كې دواړو لوريو ته اتلس تنه وژل شوي دي.
نوموړى زياتوي، افغان دولت هم په دغه سيمه كې نوي عمليات پران كړي چې ډېر ژر به پيل او طالبان به له سيمې وويستل شي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه د مارجې په تريخ ناور كې د خپل منځي جګړې په اړه څه نه دي ويلي.


