ads

د اقتصاد عالي شورا غونډه كې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوې وه او په يو شمېر مهمو اقتصادي مسايلو يې بحث کړى دى.د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د کابل بانک د ادغام او يا انحلال، په خصوصي سکټور کې د پانګونې، […]

نویسنده: TKG
20 غویی 1395
د اقتصاد عالي شورا غونډه كې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوې وه او په يو شمېر مهمو اقتصادي مسايلو يې بحث کړى دى.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د کابل بانک د ادغام او يا انحلال، په خصوصي سکټور کې د پانګونې، د غنمو د وارداتو او د هوايي ځواک پيلوټانو ته د مسکن جوړولو موضوعاتو په اړه بحث وشو. د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوې وه او په يو شمېر مهمو اقتصادي مسايلو يې بحث کړى دى.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د کابل بانک د ادغام او يا انحلال، په خصوصي سکټور کې د پانګونې، د غنمو د وارداتو او د هوايي ځواک پيلوټانو ته د مسکن جوړولو موضوعاتو په اړه بحث وشو.
د اقتصاد عالي شورا پرېکړه وکړه، د کابل بانک لپاره بايد واضح طرحه برابره شي، چې پر بنسټ يې د کابل بانک ادغام يا انحلال مشخص شي، مرکزي بانک توظيف شو، چې په دې هکله لازم اقدامات وکړي.
د اقتصاد عالي شورا د هوايي ځواک پيلوټانو ته د مسکن جوړولو او وېش په هکله بحث وکړ او څرګنده يې کړه، چې د هوايي ځواک ټولو پيلوټانو ته بايد سرپناه په پام کې ونيول شي.
جمهور رئيس غني امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د سرپناه د برابرولو په اړه وويل، هوايي ځواک ته بايد د مسکن د وېش لپاره جدي پاملرنه او غوره لارې ولټول شي.
په غونډه کې له هند او قزاقزستان څخه د غنمو د پېرېدلو په هکله بحث وشو او د کرنې وزير وويل، افغانستان سږ کال ۲۴۰ زره ټنه غنمو ته اړتيا لري، چې ۱۷۰ زره ټنه يې هند او باقي يې قزاقستان ژمنه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA