د کورنیو چارو وزیر وایي، د وسله والو د ځپلو په اړه به د جمهور رئيس ځانګړی امر په پوره دقت سره په ټول هېواد کې تطبیق کړي.
تاج محمد جاهد دغه څرګندونې نن د یکشنبې په ورځ ناوخته ننګرهار کې د ۲۰۲ شمشاد زون له امنیتي مسوولینو سره له ناستې وروسته په یو خبري کنفرانس کې وکړې.
د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد زياته كړه، ننګرهار ته یې د سفر موخه د شمشاد ۲۰۲ زون د اووه ولایتونو د امنیتي وضعیت نږدې څارنه وه. د کورنیو چارو وزیر وایي، د وسله والو د ځپلو په اړه به د جمهور رئيس ځانګړی امر په پوره دقت سره په ټول هېواد کې تطبیق کړي.
تاج محمد جاهد دغه څرګندونې نن د یکشنبې په ورځ ناوخته ننګرهار کې د ۲۰۲ شمشاد زون له امنیتي مسوولینو سره له ناستې وروسته په یو خبري کنفرانس کې وکړې.
د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد زياته كړه، ننګرهار ته یې د سفر موخه د شمشاد ۲۰۲ زون د اووه ولایتونو د امنیتي وضعیت نږدې څارنه وه.
جاهد وایي، د دغو ۷ ولایتونو له امنیتي مسوولینو سره یې بېلا بېلې ناستې وکړې او د ډاډمن امنیت راوستلو لپاره يې رغنده مشورې سره شریکې كړې.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د جمهور رئيس هغه امر چې په ټول هېواد کې دې وسله وال سخت وځپل شي، پر ځاى كوي: (( افغان ځواكونه هر وخت په هر ځاى كې اماده دي چې د وسله والو پلانونه شنډ كړي او هغوى د ځانګړو پوځي تاكتيكونو له مخې له منځه يوسي.))
تاج محمد جاهد له ولسونو مننه وکړه، چې په دې وروستیو کې يې د خپلو امنیتي ځواکونو مورال لوړولو په خاطر بېلا بېلې ستاینغونډې ترسره کړې دي.
د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې ننګرهار ته سفر کوي، چې د شنونکو په باور له دې وړاندې هم لوړ پوړي امنیتي مسوولین جلال اباد ته ورغلي خو له تشو وعدو غیر نور هیڅ عملي اقدام یې نه تر سترګو کیږي.


