ملي دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې روانه جګړه استخباراتي بڼه لري او په ګاونډیو هیوادونو کې د وسله والو د خوندي پټنځایونو موجودیت یې ښکاره ثبوت دی.
د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري، چې نن یې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت ویاند سره یوې خبري غونډې ته وینا کوله زياته كړه، چې په ګاونډ کې د وسله والو طالبانو خوندي پټنځایونو شته والی، هلته د القاعده شبکې د مشر پيدا کیدل، د طالبانو د نوي رهبر ټاکل کیدل او په کوټه کې د طالبانو شورا هغه څه دي، چې په افغانستان کې د جګړې د استخباراتي بڼې ثبوت وړاندې کوي.
هغه که څه هم په ښکار د کوم هیواد نوم یاد نه کړ؛ خو ظاهراُ یې موخه پاکستان و.

وزیري وویل، هره شپه د هیواد په ګوټ-ګوټ کې د افغان ځواكونو شپنیو عملیاتو ښې پایلې ور کړي او همدا راز دښمن په شفق عملياتو كې هم سخته ماتې خوړلې ده.
د دفاع وزارت ویاند د کونړ له خلکو مننه وکړه، چې په غازي اباد ولسوالۍ کې یې له امنیتي ځواکونو سره همکارۍ په ترڅ کې لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله واړوله.
وزیري زیاته کړه، د جګړې لوری یې بدل کړی او هڅه کوي، چې دښمن په ناګهانۍ سره په هره سیمه کې چې تحرکات ولري، دستګیر کړي.
وزیري په ورته وخت کې د هلمند د جګړې په اړه اعتراف وکړ،چې د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې تیت او پرک جګړې روانې دي، خو په وینا یی وسله والو ته یې سخته ماتې ور کړې ده.
وزیري هغه اوازې هم رد کړې، چې ګواکې داعش وسله وال به د جلال اباد ښار ونیسي.
نوموړي د ننګرهار په سپین غر، اچین او یو شمیر نورو سیمو کې د داعش وسله والو د ځپلو یادونه وکړه.
په څرخي پله زندان کې د شپږو طالب وسله والو د اعدام په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وزیري وویل، چې حکومت د اعدام طرفدار نه دی، خو په وینا یې هر هغه څوک چې په نا حقه ملکي کسان وژني باید پخپله سزا ورسیږي.
د ده په خبره په کونړ او نورستان کې هم داعش نه دی توانیدلی،چې سر پورته کړي.
وزیري د هوایی ځواک د پیاوړتیا په اړه وویل، چې په څلرویشت ساعتونو کې یی آتیا الوتنې ترسره کړي دي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې پولیس هم د ملي دفاع وزارت شفق عملیاتو کې ونډه لري.
صدیق صدیقي ننګرهار ته د کورنیو چارو د وزیر سفر موخه د اووه ولایتونو د امنیتي وضیعت د بررسۍ په موخه وباله.
د کورنیو چارو وزارت ویاند ومنله، چې له بل هر ولایت څخه په هلمند کې د وسله والو تحرکات موجود دي، خو پولیسو هم په عملیاتو کې ونډه اخیستې.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د بغلان د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو د بیرته نیولو په موخه به پراخ عملیات تر سره کړي.
دی وایي هڅه کوي، چې په هره سیمه کې د وسله والو طالبانو کلیدي مشران په نښه کړي.
نوموړي د وسله والو طالبانو عملیات تش تبلیغات وبلل او هیله یی وښوده، چې امنیتي ځواکونه یی پر وړاندې بریالي کیږي.
صدیقي دغه راز په کابل او ولایتونو کې د لسګونه جنایي پیښو د مجرمینو د نیولو خبر هم ورکړ.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې په دې برخه کې ور سره همکاري وکړي.
ده زیاته کړه، په دې برخه کې کورنیو چارو وزارت کې یو ځانګړی کمیسون جوړ شوی، چې مشري یی هم د کورنیو چارو وزیر په غاړه لري.
تر دې وړاندې هم ګڼو افغان حکومتي او امنیتي چارواکو ورته څرګندونې کړې وې؛ خو تر اوسه یې په دې برخه کې د کوم بل اقدام او یا هم د افغان حکوم د دریځ په اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ