ads

په كراچۍ كې د هدفي وژنو تازه پېښې، ۳ مړه، ۲ ټپيان

په کراچۍ کې د هدفي وژنو په تازه پېښو کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې د کراچۍ په نوې کراچۍ سيمه کې د نامعلومو وسله والو بريد کې يو مدني فعال خُرم زکي په ډزو ووژل شو.د نوموړي د وژنې عاملينو د نيولو په هدف د […]

نویسنده: TKG
19 غویی 1395
په كراچۍ كې د هدفي وژنو تازه پېښې، ۳ مړه، ۲ ټپيان

په کراچۍ کې د هدفي وژنو په تازه پېښو کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې د کراچۍ په نوې کراچۍ سيمه کې د نامعلومو وسله والو بريد کې يو مدني فعال خُرم زکي په ډزو ووژل شو.
د نوموړي د وژنې عاملينو د نيولو په هدف د کراچۍ فډرالي حکومت د کورنيو چارو وزير امنيتي ادارو ته امر کړى، چې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
بل لور ته په ډيفينس سيمه کې يو څوکيدار د کور مېرمنې تر وژلو وروسته په کور کې ټولې شته پيسې او نور قېمتي توکي له ځان سره وړي او تښتېدلى دى. په کراچۍ کې د هدفي وژنو په تازه پېښو کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې د کراچۍ په نوې کراچۍ سيمه کې د نامعلومو وسله والو بريد کې يو مدني فعال خُرم زکي په ډزو ووژل شو.
د نوموړي د وژنې عاملينو د نيولو په هدف د کراچۍ فډرالي حکومت د کورنيو چارو وزير امنيتي ادارو ته امر کړى، چې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
بل لور ته په ډيفينس سيمه کې يو څوکيدار د کور مېرمنې تر وژلو وروسته په کور کې ټولې شته پيسې او نور قېمتي توکي له ځان سره وړي او تښتېدلى دى.
همدا راز په کورنګي ټاون سيمه کې هم يو کس او په بلديه سيمه کې دوه کسان په هدفي وژنو کې سخت ټپيان شوي دي.
دغه پېښې پرون ناوخته رامنځته شوې دي، چې تراوسه يې عاملين نه دي نيول شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA