په ننګرهار کې د باز خیریه بنسټ له لوري له ۲۷ معلولینو سره د ويلچرونو مرسته وشوه.
دغه مرستې پرون پر یو شمیر هغو معلولینو وویشل شوې، چې پر خپلو پښو له درېدو او ګرځېدو محروم وو.
د باز خیریه بنسټ مشر باز محمد عابد کلید ته وویل، د تیرو مرستو په دوام یې یو ځل بیا له ۲۷ تنو معلولینو سره د ویلچرو مرسته په هېواد دننه او بهر كې د خواخوږو افغانانو په مالي لګښت وكړه. په ننګرهار کې د باز خیریه بنسټ له لوري له ۲۷ معلولینو سره د ويلچرونو مرسته وشوه.
دغه مرستې پرون پر یو شمیر هغو معلولینو وویشل شوې، چې پر خپلو پښو له درېدو او ګرځېدو محروم وو.
د باز خیریه بنسټ مشر باز محمد عابد کلید ته وویل، د تیرو مرستو په دوام یې یو ځل بیا له ۲۷ تنو معلولینو سره د ویلچرو مرسته په هېواد دننه او بهر كې د خواخوږو افغانانو په مالي لګښت وكړه.
هغه پر ټولو مرسته کوونکو غږ وکړ، چې له باز خيريه بنسټ سره همكاري وكړي ځکه د ده په وينا همدا اوس په لسګونه نورو معلولینو ورسره د ويلچرونو د ترلاسه كولو لپاره نوم لیکنه کړې خو له ده سره بودیجه مخ په خلاصیدو ده.
د باز خیریه بنسټ له د تېرو دوه کلونو راهيسې په ننګرهار کې له معلولینو سره د مصنوعي لاسونو او ويلچرونو مرسته كوي.
دې بنسټ تر اوسه ۳۶۰ معلولينو ته ويلچرونه رسولي دي.
د یادولو وړ ده، چې د باز خيريه بنسټ مشر د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې په کور دننه او بهر پر بااحساسه هیوادوالو د مرستې غږ کوي او بیا له دوى څخه د راټولو کړو مالي مرستو له بوديجې معلولينو ته ويلچرونه او مصنوعي لاسونه وركوي.


