ads

مصر: د قاهرې په جنوب كې وسله وال بريد، ۸ مصري سرتېري مړه

د مصر کورنيو چارو وزارت د قاهرې په جنوب کې د وسله والو په بريد کې د خپلو اتو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.رويټرز خبري اژانس د مصر د کورنيو چارو وزارت رسمي فېسبوک پاڼې په استناد ويلي، چې نن سهار وختي نامعلومو وسله والو د حلوان ښار په څنډو کې د پوليسو […]

نویسنده: TKG
19 غویی 1395
مصر: د قاهرې په جنوب كې وسله وال بريد، ۸ مصري سرتېري مړه

د مصر کورنيو چارو وزارت د قاهرې په جنوب کې د وسله والو په بريد کې د خپلو اتو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.
رويټرز خبري اژانس د مصر د کورنيو چارو وزارت رسمي فېسبوک پاڼې په استناد ويلي، چې نن سهار وختي نامعلومو وسله والو د حلوان ښار په څنډو کې د پوليسو پر يو مرکز بريد كې اته سرتېري وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
عيني شاهدان وايي، چې ياده سيمه د امنيتي ځواکونو لخوا کلا بنده شوې او د وسله والو لټه يې پيل کړې ده.
دوى رسنيو ته ويلي، چې د يادو وسله والو پر مخونو نقابونه اچول شوي وو. د مصر کورنيو چارو وزارت د قاهرې په جنوب کې د وسله والو په بريد کې د خپلو اتو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.
رويټرز خبري اژانس د مصر د کورنيو چارو وزارت رسمي فېسبوک پاڼې په استناد ويلي، چې نن سهار وختي نامعلومو وسله والو د حلوان ښار په څنډو کې د پوليسو پر يو مرکز بريد كې اته سرتېري وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
عيني شاهدان وايي، چې ياده سيمه د امنيتي ځواکونو لخوا کلا بنده شوې او د وسله والو لټه يې پيل کړې ده.
دوى رسنيو ته ويلي، چې د يادو وسله والو پر مخونو نقابونه اچول شوي وو.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.
د محمد مرسي د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په سينا دښته کې د داعش او نورو وسله والو ګروپونو لخوا ډېر کله پر امنيتي ځواکونو خونړي بريدونه ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA