ads

لغمان: ۱۰۷ جګړه ځپلو كورنيو سره له ۵۰ زرو تر سل زرو نغدي مرسته وشوه

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، په وروستیو جګړو کې له ۱۰۷ زیانمنو شویو کورنیو سره یې د مركزي حكومت له لوري د ور استول شويو مرستو لړۍ پيل كړې ده.د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن کلید ته وویل، دا مرستې اجرائيه رياست ور استولي او د وېش لړۍ يې له پرون راهيسې پيل […]

نویسنده: TKG
19 غویی 1395
لغمان: ۱۰۷ جګړه ځپلو كورنيو سره له ۵۰ زرو تر سل زرو نغدي مرسته وشوه

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، په وروستیو جګړو کې له ۱۰۷ زیانمنو شویو کورنیو سره یې د مركزي حكومت له لوري د ور استول شويو مرستو لړۍ پيل كړې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن کلید ته وویل، دا مرستې اجرائيه رياست ور استولي او د وېش لړۍ يې له پرون راهيسې پيل شوې چې لا هم دوام لري: (( دا نغدي مرستې دي چې په جګړو كې د وژل شويو او ټپي شويو كسانو له كورنيو سره كېږي. په دغو مرستو کې د وژل شویو هرې کورنۍ ته سل زره او د ټپي شويو وګړو هرې کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ نغدي مرسته د والي عبدالجبار نعیمي په لاس ورکړل شوه.)) د لغمان ولایتي چارواکي وایي، په وروستیو جګړو کې له ۱۰۷ زیانمنو شویو کورنیو سره یې د مركزي حكومت له لوري د ور استول شويو مرستو لړۍ پيل كړې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک نن کلید ته وویل، دا مرستې اجرائيه رياست ور استولي او د وېش لړۍ يې له پرون راهيسې پيل شوې چې لا هم دوام لري: (( دا نغدي مرستې دي چې په جګړو كې د وژل شويو او ټپي شويو كسانو له كورنيو سره كېږي. په دغو مرستو کې د وژل شویو هرې کورنۍ ته سل زره او د ټپي شويو وګړو هرې کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ نغدي مرسته د والي عبدالجبار نعیمي په لاس ورکړل شوه.))
د والي ویاند وایي، د دغو مرستو لپاره اجرائيه رياست ټول ټال اووه میلیونه او پنځوس زره افغانۍ ور استولي، چې پر مستحقو کورنیو به وویشل شي.
په همدې حال کې بیا یوه میرمن چې د وروستيو جګړو له كبله يې د کورنۍ یو شمېر غړي له لاسه ورکړي، د مرستې په ترلاسه كولو خوښې وښوده خو وایي، دغه مرستې کمې دي او حكومت بايد جنګ ځپلې كورنۍ په راتلونكي كې هم له ياده ونه باسي.
دغه ځوریدلې میرمن له وسله والو غواړي، چې سوله وکړي او د بې ګناه هیوادوالو له وژلو دې لاس په سر شي.
د لغمان ولایتي چارواکو د معلوماتو له مخې د دغو مرسته شویو پیسو له جملې څخه  یو میلیون او دوه سوه پنځوس زره افغانۍ پاتې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به په اړمنو کورنیو وویشل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA