ads

سالنګي: د غزني په ټكر كې ۵۰ سورلۍ وژل شوي او ۷۳ تنه ټپيان دي

دوهم تعقيب: د غزني چارواكي وايي، د دې ولايت د مقر ولسوالۍ اړوند د كابل- كندهار پر لاره د سهارنۍ ټرافيكي پېښې له كبله نږدې ۵۰ كسان وژل شوي او د ښځو، ماشومانو په ګډون ۷۳ نور ټپيان دي. د غزني د والي وياند جاويد سالنګي كليد ته په خبرو كې وويل، دغه مرګ ژوبله […]

نویسنده: TKG
19 غویی 1395

دوهم تعقيب: د غزني چارواكي وايي، د دې ولايت د مقر ولسوالۍ اړوند د كابل- كندهار پر لاره د سهارنۍ ټرافيكي پېښې له كبله نږدې ۵۰ كسان وژل شوي او د ښځو، ماشومانو په ګډون ۷۳ نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند جاويد سالنګي كليد ته په خبرو كې وويل، دغه مرګ ژوبله نن سهار اووه بجې د مقر ولسوالۍ اړوند په لړم سيمه كې د دوه ۳۰۳ ډوله مساپر وړونكو موټرو او د تېلو د ټانكر د ټكر په پېښه كې اوښتې ده دوهم تعقيب: د غزني چارواكي وايي، د دې ولايت د مقر ولسوالۍ اړوند د كابل- كندهار پر لاره د سهارنۍ ټرافيكي پېښې له كبله نږدې ۵۰ كسان وژل شوي او د ښځو، ماشومانو په ګډون ۷۳ نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند جاويد سالنګي كليد ته په خبرو كې وويل، دغه مرګ ژوبله نن سهار اووه بجې د مقر ولسوالۍ اړوند په لړم سيمه كې د دوه ۳۰۳ ډوله مساپر وړونكو موټرو او د تېلو د ټانكر د ټكر په پېښه كې اوښتې ده: (( د دواړو موټرو سورلۍ ۱۲۵ تنه وو چې له جملې يې ۵۰ تنه وژل شوي او تر اوسه يوازې د ۱۴ تنو مړي د پېښې له ځايه ترلاسه شوي، همدا راز ۷۳ نور ټپيان دي چې ټول د كندهار، غزني، مقر او كابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي.))
سالنګي زياته كړه، د تېلو د ټانكر اوښتو له كبله په د سورليو په موټرو كې اور لګېدلى چې د ګڼ شمېر سورليو جسدونه يې سوځولي دي.
د غزني د ټرافيكو مدير محمد الله احمدي د پېښې په اړه كليد ته وويل، پېښه له ټرافيكي قوانينو څخه د موټر چلوونكو د سرغړونې او بې احتياطۍ له كبله رامنځته شوې ده: (( د پېښې په ځاى كې اورلګېدنه هم رامنځته شوې چې اطفائيه د اور پر كابو كولو بوخته ده.))
د يادولو ده چې د کابل ـ کندهار لویه لار ډیری مهال د سور د کموالي، د ماینونو له کبله د سړك د خرابوالي او د چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله د خونړیو ترافیکي پیښو شاهده وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA