ads

د ښكلا پالنې شوق، کندهار کې ګلخانې زياتې شوې دي

د جنوبي ولایت کندهار ډېری اوسېدونکي ګلان روزي او هر یو یې هیله لري چې په کور کې یوه وړه ګلخانه ولري.خلیل احمد نصیري چې همدغه شوق په کندهار ښار کې د ګلانو پېرلو ته لمسولی وايي:(( ګلان د انسان روح تازه کوي، چاپېریال ته ښکلا وربښي، هره خوا یې ښکلي بویونه خواره وي، غواړم […]

نویسنده: TKG
19 غویی 1395

د جنوبي ولایت کندهار ډېری اوسېدونکي ګلان روزي او هر یو یې هیله لري چې په کور کې یوه وړه ګلخانه ولري.
خلیل احمد نصیري چې همدغه شوق په کندهار ښار کې د ګلانو پېرلو ته لمسولی وايي:(( ګلان د انسان روح تازه کوي، چاپېریال ته ښکلا وربښي، هره خوا یې ښکلي بویونه خواره وي، غواړم کور کې یوه کوچنۍ ګلخانه ولرم، اوس مې ورسره مینه بیخي ډېره شوې ده.))

د جنوبي ولایت کندهار ډېری اوسېدونکي ګلان روزي او هر یو یې هیله لري چې په کور کې یوه وړه ګلخانه ولري.
خلیل احمد نصیري چې همدغه شوق په کندهار ښار کې د ګلانو پېرلو ته لمسولی وايي:(( ګلان د انسان روح تازه کوي، چاپېریال ته ښکلا وربښي، هره خوا یې ښکلي بویونه خواره وي، غواړم کور کې یوه کوچنۍ ګلخانه ولرم، اوس مې ورسره مینه بیخي ډېره شوې ده.))
که له یوې خوا د کندهار ډېری ځوانان د شوق له مخې د ګلانو پالنه کوي، خو له بل لوري ځینې نور بیا له همدې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي. په کندهار کې د ماشأالله کرنيز شرکت مسوول محمد هاشم د همدې کسانو له ډلې څخه دی، هغه وايي چې دوی له نورو ولایتونو او ګاونډيو هېوادونو څخه رنګارنګ ګلان راواردوي او هره ورځ یې سلګونه تنه ځنې پېري: (( موږ له کابل، ننګرهار او هرات ولایتونو او ګاونډيو هېوادونو څخه رنګارنګ ګلان راوړو، نورو سیمو ته يې هم استوو، هره ورځ ډېر خلک راځي او ګلان اخلي.))
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي هم تايیدوي چې په دغه ولایت کې، د تیر په پرتله د ګلانو له روزلو سره د خلکو مینه زیاته شوې ده. د یاد ریاست د اداري چارو عمومي مدیر ظهوراحمد روښان وايي، د ګلخانو زیاتوالی او له بهر څخه د ډول ډول ګلانو راوړل د دې سبب شوي چې د ګلانو له روزلو او پاللو سره د خلکو مینه او لېوالتیا زیاته شي. روښان وايي چې دا مهال په کندهار کې د دوو دولتي ګلخانو په شمول ټول ټال ۵۵ ګلخانې موجودې دي.
تاریخي شواهد ښيي(٥٠٠٠) کاله مخکې مصريان لومړني خلک وو چې ګلان به یې د کورونو او تفريحي سیمو د ښــکلا په هدف روزل.
ارواپوهان د ذهني ارامتيا او روحي ناروغیو د مخنیوي له پاره د ګلانو روزل، یوه ښه نسخه او سالمه بوختیا بولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA