افغان ځواکونو له تېري یوې اوونۍ راهيسې د کندهار– ارزګان لويې لارې د خلاصون لپاره پراخ پوځي عملیات پيل كړي چې د مسوولينو په وينا تراوسه په كې مخالف لوري ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار مرستیال والي وايي، افغان ځواكونه په دې عملياتو كې تر ډېره بريالي دي خو نوموړى تر دې دمه د لارې د نه خلاصون یو لامل په لار کې طالبانو له لورې د ماینونو ځای پرځای کېدل بولي. افغان ځواکونو له تېري یوې اوونۍ راهيسې د کندهار– ارزګان لويې لارې د خلاصون لپاره پراخ پوځي عملیات پيل كړي چې د مسوولينو په وينا تراوسه په كې مخالف لوري ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار مرستیال والي وايي، افغان ځواكونه په دې عملياتو كې تر ډېره بريالي دي خو نوموړى تر دې دمه د لارې د نه خلاصون یو لامل په لار کې طالبانو له لورې د ماینونو ځای پرځای کېدل بولي.
مرستیال والي عبدالعلي شمسي په دغو عملياتو كې نه یوازې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي بلکې په سيمه كې د عمري په نوم د وسله والو طالبانو له لوري پیل شوي عملیات ناکام بولي.
شمسي وايي، دوى دا مهال د كندهار- ارزګان د لارې د خلاصون عملياتو تر څنګ د كندهار په خاكريز ولسوالۍ كې هم چاڼيز عمليات پيل كړي چې تر اوسه په كې اته وسله وال وژل شوي دي.
هغه وايي، د کندهار له خوا د عملياتو مشري د دې ولايت د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق پر غاړه لري: (( په سيمه كې د اروزګان ولايت له خوا هم عمليات روان دي چې د لارې تر خلاصيدو او په سيمه کې د بيا ځلي امنيتي پوستو تر جوړيدو پورې به دوام وکړي.))
دا په داسې حال كې ده چې د كندهار- ارزګان لاره څه موده وړاندې طالبانو له تړلو وروسته په ماينونو وپوښله او له همدې كبله اوس ځايي خلك د خوراكي توكو له قيمتۍ او كمښت سره مخامخ دي.


