ads

د كابل- كندهار پر لويه لار ټكر، ۸ مړه، ۶۰ ټپيان

د غزني چارواكي ووايي، نن سهار د كابل- كندهار پر لويه لار د غزني د مقر په اړوندو كې د رامنځته شوې ټرافيكي پېښې له كبله ۶۸ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د غزني د ټرافيكو مدير محمد الله احمدي د پېښې په اړه كليد ته وويل، نن سهار اووه بجې د مقر ولسوالۍ په […]

نویسنده: TKG
19 غویی 1395

د غزني چارواكي ووايي، نن سهار د كابل- كندهار پر لويه لار د غزني د مقر په اړوندو كې د رامنځته شوې ټرافيكي پېښې له كبله ۶۸ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د ټرافيكو مدير محمد الله احمدي د پېښې په اړه كليد ته وويل، نن سهار اووه بجې د مقر ولسوالۍ په لړم سيمه كې د يو ۳۰۳ ډوله مساپر وړونكي موټر او د تېلو د ټانكر د ټكر په نتيجه كې اته تنه مړه دي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۰ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته كړه د پېښې ټپيان په عاجل ډول د مقر ولسوالۍ، د غزني مركزي روغتون، د زابل او كندهار روغتونونو ته لېږدول شوي دي

د غزني چارواكي ووايي، نن سهار د كابل- كندهار پر لويه لار د غزني د مقر په اړوندو كې د رامنځته شوې ټرافيكي پېښې له كبله ۶۸ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د ټرافيكو مدير محمد الله احمدي د پېښې په اړه كليد ته وويل، نن سهار اووه بجې د مقر ولسوالۍ په لړم سيمه كې د يو ۳۰۳ ډوله مساپر وړونكي موټر او د تېلو د ټانكر د ټكر په نتيجه كې اته تنه مړه دي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۰ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته كړه د پېښې ټپيان په عاجل ډول د مقر ولسوالۍ، د غزني مركزي روغتون، د زابل او كندهار روغتونونو ته لېږدول شوي دي: (( د پېښې په ځاى كې اورلګېدنه هم رامنځته شوې چې اطفائيه د اور پر كابو كولو بوخته ده. پېښه له ټرافيكي قوانينو څخه د سرغړونې او بې احتياطۍ له كبله رامنځته شوې ده.))
د يادولو ده چې د کابل ـ کندهار لویه لار ډیری مهال د سور د کموالي، د ماینونو له کبله د سړك د خرابوالي او د چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله د خونړیو ترافیکي پیښو شاهده وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA