د خوست والي وایي، ولايتي اداره د ټولو پولو امنیت ټینګښت ته متوجه ده او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې سرحدي سیمې لاندې او یا کومه د ناامنۍ پيښه رامنځته کړي.
والي يادې خبرې په داسې حال كې كړي چې له څه مودې راهیسې د خوست یو شمېر اوسیدونکو ته اندېښنه پيدا شوې چې ګواګې پاکستاني سرحدي ځواکونه د خوست سرحدي حدودو ته رانږدې شوي خو د خوست چارواکي دا ټولې اندیښنې بې ځایه بولي او وايي هيچا ته يوه لويشت خاوره نه بخښي. د خوست والي وایي، ولايتي اداره د ټولو پولو امنیت ټینګښت ته متوجه ده او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې سرحدي سیمې لاندې او یا کومه د ناامنۍ پيښه رامنځته کړي.
والي يادې خبرې په داسې حال كې كړي چې له څه مودې راهیسې د خوست یو شمېر اوسیدونکو ته اندېښنه پيدا شوې چې ګواګې پاکستاني سرحدي ځواکونه د خوست سرحدي حدودو ته رانږدې شوي خو د خوست چارواکي دا ټولې اندیښنې بې ځایه بولي او وايي هيچا ته يوه لويشت خاوره نه بخښي.
د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي وایي، وړمه ورځ ورته د علیشیرو او ترزیو ولسوالۍ له اړوند سیمو اوازه ورغلې وه چې پاکستاني ځواکونه هڅه کوي، د افغانستان په خاوره کې پوستې ځای پر ځای كړي، خو دوى سمدواره د مقابلې لپاره سیمې ته شا وخوا ۲۰۰ ځواکونه واستول.
حبيبي زياته كړه، افغان قومندانانو له پاكستاني ځواکونو سره په سیمه کې خبرې کړي او دوی افغان امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکړی، چې د رامخکې کیدو کوم پلان نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په ختیځ کې پاکستانیو ځواکونو ځینې افغان سرحدي پولې لاندې كړې دي.


