ads

افغان حكومت نن شپږ طالب بنديان اعدام كړي دي

چارواكي وايي، نن سهار په پلچرخي زندان كې بندي شپږ طالبان د محكمې د حكم له مخې اعدام شوي دي.دولتي سرچينې وايي، دا كسان د هېواد په مختلفو محكمو كې د قاضيانو لخوا مجرمين پېژندل شوي او د اعدام په سزا محكوم شوي وو.تر اوسه د دغو كسانو بشپړ هويت رسنيو ته نه دى وركړل […]

نویسنده: TKG
19 غویی 1395
افغان حكومت نن شپږ طالب بنديان اعدام كړي دي

چارواكي وايي، نن سهار په پلچرخي زندان كې بندي شپږ طالبان د محكمې د حكم له مخې اعدام شوي دي.
دولتي سرچينې وايي، دا كسان د هېواد په مختلفو محكمو كې د قاضيانو لخوا مجرمين پېژندل شوي او د اعدام په سزا محكوم شوي وو.
تر اوسه د دغو كسانو بشپړ هويت رسنيو ته نه دى وركړل شوى، خو تر دې وړاندې جمهور رئيس له ملي شورا سره په ګډه غونډه كې ويلي وو، د هغو كسانو په اړه چې افغان پوځيان او ملكيان يې وژلي، د محاكمو ټولې پرېكړې كه هغه حتى د اعدام هم وي، پلې كېږي.

چارواكي وايي، نن سهار په پلچرخي زندان كې بندي شپږ طالبان د محكمې د حكم له مخې اعدام شوي دي.
دولتي سرچينې وايي، دا كسان د هېواد په مختلفو محكمو كې د قاضيانو لخوا مجرمين پېژندل شوي او د اعدام په سزا محكوم شوي وو. جمهوري رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو تاييد كړې چې د دغو شپږو كسانو د اعدام حكم د جمهور رئيس لخوا توشيح شوى دى.
تر اوسه د دغو كسانو بشپړ هويت رسنيو ته نه دى وركړل شوى، خو تر دې وړاندې جمهور رئيس له ملي شورا سره په ګډه غونډه كې ويلي وو، د هغو كسانو په اړه چې افغان پوځيان او ملكيان يې وژلي، د محاكمو ټولې پرېكړې كه هغه حتى د اعدام هم وي، پلې كېږي.
همدا راز له دې وينا وروسته طالبانو هم ګواښ كړى و چې كه بنديان يې اعدام شي، نو عدلي او قضايي ارګانونه به يې ډېر درون قيمت پرې كړي.
طالبانو زياته كړې وه هغه كسان چې د طالب بنديانو پر وړاندې د اعدام د حكم عملي كول غواړي، د دوى په نظامي هدف كې شامل دي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA