ads

چارواكي: هلمند كې افغان هوايي ځواك ګڼې لاسته راوړنې لري

د هلمند ۲۱۵ ميوند قول اردو چارواكي وايي، په دې وروستيو كې ورته شپږ بې پيلوټه الوتكې وركړل شوي چې په مرسته يې دوى توانېدلي د هلمند په يو شمېر ولسواليو كې د طالبانو مهم مركزونه او پټنځايونه له منځه يوسي.د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورن جنرال محمد معين فقير وايي، دا […]

نویسنده: TKG
18 غویی 1395
چارواكي: هلمند كې افغان هوايي ځواك ګڼې لاسته راوړنې لري

د هلمند ۲۱۵ ميوند قول اردو چارواكي وايي، په دې وروستيو كې ورته شپږ بې پيلوټه الوتكې وركړل شوي چې په مرسته يې دوى توانېدلي د هلمند په يو شمېر ولسواليو كې د طالبانو مهم مركزونه او پټنځايونه له منځه يوسي.
د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورن جنرال محمد معين فقير وايي، دا مهال له هملند قول اردو سره لس بېلا بېل ډوله الوتكې شته او ډېر ژر به د مخالفينو د ځپلو لپاره ورته نورې الوتكې هم وركړل شي د هلمند ۲۱۵ ميوند قول اردو چارواكي وايي، په دې وروستيو كې ورته شپږ بې پيلوټه الوتكې وركړل شوي چې په مرسته يې دوى توانېدلي د هلمند په يو شمېر ولسواليو كې د طالبانو مهم مركزونه او پټنځايونه له منځه يوسي.
د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورن جنرال محمد معين فقير وايي، دا مهال له هملند قول اردو سره لس بېلا بېل ډوله الوتكې شته او ډېر ژر به د مخالفينو د ځپلو لپاره ورته نورې الوتكې هم وركړل شي: (( پخوا موږ د وسله والو د فعاليتونو په اړه كره معلومات په سمه توګه نه شول ترلاسه كولى، خو اوس كشفي الوتكې په دې برخه كې ټولې ستونزې اواروي.))
په ورته وخت كې د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ هم د جګړې په ډګر كې د هوايي ځواك پياوړتيا مهمه بولي خو وايي پوليس لا هم د هوايي ځواك په برخه كې ستونزې لري: (( څرنګه چې د جګړې په ډګر كې ښايي، هغسې كار نه دى شوى، نه هم پوليس له هوايي ځواك پرته څه كولى شي، كه كافي اندازه هوايي ځواك راكړل شي، په ډاډه زړه به ګاونډيو هېوادونو سره پولې وساتلى شو او لاسته راوړنې به ولرو.))
دا په داسې حال كې ده چې د هلمند د چارواكو په وينا، تېره جمعه د افغان هوايي ځواك په بركت نوزاد ولسوالۍ كې د طالبانو له يو زندانه ۶۰ بنديان خوشې شوي.
همدا راز چارواكي وايي، چې د افغان هوايي ځواك په مرسته په نهر سراج ولسوالۍ كې هم د مخالفينو د يو مركز په نښه كولو سره د شپږو پنجابيانو په ګډون ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA