کلونه کلونه کېږي چې افغان ښځې د بدیو قرباني دي او وخت ناوخت د شخړو او لانجو د حل کولو په خاطر په بدو کې ورکول کېږي. په بدو کې د نجونو ورکړه د افغانستان په یوې سیمې پورې اړوند دود نه دی، دا د هېواد یوه سرتاسري ستونزه ده او د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې بېلګې لیدل شوې دي. تر ډېره د دغسې ناقانونه پرېکړو د صادرولو له کبله قومي مشرانو، ملکانو، سپین ږېرو او زورواکو ته ګوته نیول کېږي. په دې ارتباط په لسګونه څېړنې شوې او څوک ترې منکرېدلی هم نه شي. کلونه کلونه کېږي چې افغان ښځې د بدیو قرباني دي او وخت ناوخت د شخړو او لانجو د حل کولو په خاطر په بدو کې ورکول کېږي. په بدو کې د نجونو ورکړه د افغانستان په یوې سیمې پورې اړوند دود نه دی، دا د هېواد یوه سرتاسري ستونزه ده او د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې بېلګې لیدل شوې دي. تر ډېره د دغسې ناقانونه پرېکړو د صادرولو له کبله قومي مشرانو، ملکانو، سپین ږېرو او زورواکو ته ګوته نیول کېږي. په دې ارتباط په لسګونه څېړنې شوې او څوک ترې منکرېدلی هم نه شي.
حېرانوونکې خو لا دا ده چې د افغانستان په څېر په یوه ټولنه کې چې ټول د ټینګې مسلمانۍ دعوې کوي، څرنګه ممکنه ده چې یو ټینګ او کلک مسلمان دې، بر ناحقه خپل بل مسلمان ورور ووژني او بیا دې خپله لور، خور او ورېره د مقتول کورنۍ یوه غړي ته په بدو کې په نکاح ورکړي او قاتل دې پرېښودل شي چې په نورو جنایتونو لاس پورې کړي او سرې سترګې وګرځي.
د جاهلیت په زمانه کې به نجونې ژوندۍ په ګور ښخېدلې، خو اوس یې په بدو کې په ورکړې سره موږ په ژوندۍ بڼه جنازې له کورونو وباسو. ایا دا کار زموږ له پاره شرم او بې غیرتي نه ده؟ موږ افغانان له ننګ او ناموس او له دین څخه د سر په قربانولو خورا ډېر مشهور یو، خو یو قاتل ورور، پلار، کاکا او یا ماما به خپلې خور، لور او ورېرې ته چې په بدو کې یې ورکوي په کومو سترګو ګوري او څنګه به د غیرت او میړانې نارې وهي.
په دې اړه د حبیب وقار لاندې راپور ولولئ:
په داسې حال کې چې په بدو کې د نجونو د ورکړې په اړه ترسره شوې څېړنې د دغه ناوړه دود په پېښو کې کموالی په ډاګه کوي، خو داسې ښکاري چې په بدو کې د نجونو د ورکړې پېښې اوس هم کمې نه دي.
د روان کال د وري په ۱۱مه له بغلان ولایت څخه ډېری خبریالانو ولیکل چې په نهرین ولسوالۍ کې یوه ۸ کلنه نجلۍ د سپین ږېرو د پرېکړې په نتیجه کې په بدو کې ورکړل شوې ده. تر دې وروسته د پکتیا ولایت یو اوسېدونکی د اعتراض په توګه کابل ته راغی او دلته یې په بدو کې د نجونو د ورکولو پر ضد په اعتصاب لاس پورې کړ او د تحصن خېمه يې ووهله.
د بغلان پېښې په اړه خپاره شوي راپورونه په ډاګه کوي چې دغه ۸ کلنه نجلۍ تر هغه وروسته په بدو کې ورکړل شوې چې خور یې خپل کوژدن سره له واده انکار کړی او بیا تښتېدلې وه.
په بغلان کې د ماشومانو د حقوقو ملاتړو ډلو د پېښې پر مهال ویلي وو چې د نجلۍ پلار دوی ته مراجعه کړې وه او غوښتي یې وو چې لور یې باید راوګرځول شي.
دا خبره په بغلان ولایت کې د ماشومانو د ساتنې د شبکې مسوول غلام رسول قانع کړې وه، هغه ویلي وو: (( یوه میاشت مخکې کله چې یوه کوژده شوې نجلۍ له یوه بل سړي سره وتښتېده، یو شمېر کسان چې ځانونه د قوم مشران ګڼي راپاڅېدل او پرېکړه یې وکړه چې د تښتېدلې نجلۍ ۸ کلنه خور دې د تښتېدلې نجلۍ کوژدن ته په بدو کې ورکړل شي،د نجلۍ مور او پلار په دې فیصله راضي نه وو.))
تر دې څو ورځې وروسته د خان ولي په نوم د پکتیا ولایت یو زلمی کابل ته راغی او په بدو کې یې د نجونو د ورکړې د ناسم دود پر ضد په اعتصاب لاس پورې کړی.
راپورونه ښيي چې د خان ولي دوې خویندې په بدو کې لاړې دي او د دې احتمال شته چې کورنۍ يې څو نورې نجونې په بدو کې واخلي.
د خان ولي د خولې خبره ده چې پلار یې څه موده مخکې د ده دوه ۱۲ کلنې خویندې په بدو کې ورکړې دي او اوس د دې احتمال شته دی چې پلار یې د دوو وروڼو د وینې په بدل کې له مقابلې قبیلې څخه څو تنه نجونې په بدو کې واخلي. خان ولي عادل وايي: (( زما غوښتنه دا ده چې دا دود پای ته ورسېږي او له دې وروسته باید هېڅ کورنۍ نه نجلۍ بدو کې ورکړي او نه یې واخلي))
د خان ولي په استدلال په بدو کې د نجونو ورکول ستونزه نه اواروي، که قبیلې، قومونه او کورنۍ په دې هڅه کې وي چې خپلې دوښمنۍ او تربګنۍ پای ته ورسوي، ښه دا ده چې په قران کریم عمل وکړي او د سولې پر لور ګام واخلي.
د خان ولي عادل له اعتصاب څخه شاوخوا درې اوونۍ تېریږي او د کابل ښار په دارالامان سیمه کـې یـې خیـمـه درولـې ده. هغـه زیـاته کــړې ده : (( دا حرکت مو وکړ او هدف مو دا دی چې خلک له دې حرکت سره یو ځای کړو. داسې ورځ به راشي چې که څوک د دې حرکت پر خلاف عمل وکړي، د خلکو په دوښمنانو کې به وشمېرل شي.))
د خان ولي له اعتصابه ډېر وخت لا نه و وتلی چې یو شمېر مدني سازمانونه او د ډموکراسۍ ملاتړي بنسټونه هم د هغه په ملاتړ راپورته شول.
دغو مدني فعالانو په یوه غـونـډه کــې لـه حکـومت غوښتنه وکړه چې د خان ولي غوښتنو ته دې پام وکړي. دغو مدني بنسټونو په دې اړوند یو پرېکړه لیک هم صادر کړ او له جمهور رییس څخه په دې اړوند د یوه فرمان د صادرولو غوښتونکي شول. په پرېـکـړه لیـک کـې راغلي وو: (( له جمهور رییسه په کلکه غوښتنه کوو چې په بدو کې د نجونو د ورکولو د منع فرمان په ټول هېواد کې صادر کړي او څوک چې دا فرمان ونه مني باید مجازات شي.))
د غونډې ګډونوال په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان او نړیوالې ټولنې له دفترونو هم وغوښتل چې پر افغان حکومت دې فشار راوړي چې په بدو کې د نجونو د ورکولو مخه ونیسي.
د مدني ټولنې ځوانانو حکومت وګواښه که د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړل شي؛ نو مظاهرې به هم وکړي. د مدني سازمانونو او د ډموکراسۍ د ملاتړ بنسټ غړیو د حج او اوقافو له وزارت څخه هم هیله وکړه چې په ټول هېواد کې دې ملا امامان او مولوي صاحبان، په دې باب عامه ذهنونه روښانه کړي. دوی وايي، دا عمل د نجونو پر ذهنونو بد اغېز کوي او د کورنۍ رواني ثبات له منځه وړي.
دیني عالمان هم چوپ نه دي ناست او له حکومت څخه غواړي چې په بدو کې دې د نجونو د ورکولو د مخنیوي له پاره کوټلي ګامونه پورته کړي. د دیني عالمانو په وینا په بدو کې د نجونو ورکول هېڅ شرعي بنسټ نه لري او دا یو ناروا عمل دی. دیني عالم او شریعت پوه قاضي حزب الله وايي: ((څوک چې په دې کار کې شریک دي لوی ظلم یې ترسره کړی دی.))
یو بل دیني عالم مولوي صفت الله وايي: ((په بدو کې د نجونو ورکړه حرام قطعي ده، څوک چې په بدو کې نجونې ورکوي دا د اسلامي اصولو خلاف کار دی.))
ديني عالم خواجه الدين هم وايي چې په بدو کې د نجونو ورکول ناروا عمل دی او بايد مخنيوی يې وشي.
په هغه تحقیق کې چې د ازادو رسنیو مشارکت له لوري د ۱۳۹۲ لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې د سیمه ییزو جرګو د پرېکړو په رابطه خپور شوی، ښيي چې ډېری فیصلې د ناقانونه پرېکړو او د شریعت خلاف د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.
د ازادو رسنیو مشارکت په کابل، ننګرهار، بلخ، فراه، پروان، وردګو، لغمان، زابل، پنجشېر، هرات، کندوز، کندهار، هلمند، غزني، سمنگان، دايکندي، خـوست او باميانو کې ١٥٠ تنه چې ٣٠ يې ښځې وې، د سـيمــه ييزو جرګو د تصميمونو په اړه پوښتلي وو.
ناقانونه پرېکړې، قاتلینو ته برائت ورکول، د جنسي تېري کوونکو بښل، په زور د نجونو ودول او په بدو کې د نجونو ورکړه، له هغو عمده مواردو څخه وو چې په دغه څېړنه کې خلکو پرې نظرونه ورکړي وو.
په بېلابېلو ولايتونو کې ٥٠ تنه پوښتل شویو کسانو ویلي وو چې سيمه ييزې جرګې نجونې په بدو کې ورکوي. په فراه، غزني، خوست، باميانو، بلخ او ننگرهار ولایتو کې شپږو پوښتل شویو کسانو ویلي وو چې دا جرګې حتا قاتلانو ته د قانون خلاف برائت ورکوي. د دغو پوښتل شویو په خبره ځينې جرګې حتى د قتل مسايل هم په بدو کې د نجونو په ورکړې سره حلوي.
په فراه، باميانو، وردګو، غزني، ننګرهار، سمنګانو او کندوز کې پوښتل شویو ٩ تنو ويلي وو چې ځينې سيمه ييزې جرګې نجونې او ښځې د زور ودونو ته اړ باسي. د کندوز ولايت د قلعه ذال ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالجميل د نظر پوښتنې په فورم کې ليکلي وو چې د ډېرو جرګو له لارې نجونې په بدو کې ورکول کېږي او يا هم کونډې او د ښکته عمر لرونکې نجونې ودونو ته مجبورېږي. په باميانو، سرپل او وردګو ولايتونو کې درېيو تنو پوښتل شویو کسانو ویلي وو چې جرګې حتا جنسي تېري کوونکو ته هم برائت ورکړى دى. د سرپل ولايت د شورتپې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نظر پوښتنې په فورم کې ليکلي وو چې د دوى په سيمه کې د يوه ځوان له خوا په يوه کشره نجلۍ جنسي تېرى وشو، دا قضيه وروسته د جرګې له لارې فيصله شوه، چې د نجلۍ کور ته به پيسې ورکوي او د نجلۍ کورنۍ دې هم دا قضيه دولت ته نه وړي.
په بېلابېلو ولايتونو کې پوښتل شویو ١٣ کسانو د نظر پوښتنې په فورم کې ليکلي وو چې د سيمه ييزو جرګو پرېکړې د زورواکو په ګټه دي او يا هم د زورواکو له خوا ترسره کېږي.
په یوه بله څېړنه کې چې یو کال وړاندې د اپریل په ۲۶مه خپره شوه بیا دا زیری ورکړل شوی و چې د پخوا په نسبت په بدو کې د نجونو ورکول کم شوي دي. دا څېړنه د سولې له پاره د خپـلـواک او مدني ابتکار په نوم یوې موسسې د هېواد په ۹ولسوالیو کې تر زرو له ډېرو کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړې وه. که څه هم دغې ادارې هغه مهال مشخص ارقام نه وو په ګوته کړي، خو په څېړنه کې ګډونوالو ویلي وو چې دا دود کم شوی دی.


