د کونړ ولایتي چارواکي وایي، نن سهار يې پر غازي اباد ولسوالۍ د وسله والو برید په شا تمبولی او پرمهال یې ۱۱ وسله وال وژلي دي.
چارواکي وایي، وسله والو نن سهار ۴ بجې د دغې ولسوالۍ په یو شمیر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم کلید ته وویل، چې سهار ۴ بجې وسله والو طالبانو د غازي اباد ولسوالۍ پر یو شمیر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل، چې د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول. د کونړ ولایتي چارواکي وایي، نن سهار يې پر غازي اباد ولسوالۍ د وسله والو برید په شا تمبولی او پرمهال یې ۱۱ وسله وال وژلي دي.
چارواکي وایي، وسله والو نن سهار ۴ بجې د دغې ولسوالۍ په یو شمیر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم کلید ته وویل، چې سهار ۴ بجې وسله والو طالبانو د غازي اباد ولسوالۍ پر یو شمیر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل، چې د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول.
مصمم زیاته کړه، په دغه نښته کې ۱۱ وسله وال وژل شوي، چې جسدونه یې په سیمه کې پاتې دي او لا هم په یو شمیر سیمو کې وقفه وقفه جګړه روانه ده.
نوموړی وایي، د یادو نښتو له امله یو پولیس وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوې دي.
بلخوا تر اوسه د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


