د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار وایي، چې په یوه اوونۍ کې به د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي او له جمهور رئيس غني سره به یو ځای د سولې په تفاهمنامه لاسلیک وکړي.
نوموړي دا خبرې نن سهار له كليد سره په يوه ځانګړې مركه كې وكړې او زياته يې كړه له دغې ډلې سره د سولې مذاكرات نهايي شوي او يوازې په ډېرو كمو مواردو كې اختلاف نظر پاتې دى. د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار وایي، چې په یوه اوونۍ کې به د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي او له جمهور رئيس غني سره به یو ځای د سولې په تفاهمنامه لاسلیک وکړي.
نوموړي دا خبرې نن سهار رسنيو ته كړي او زياته يې كړه له دغې ډلې سره د سولې مذاكرات نهايي شوي او يوازې په ډېرو كمو مواردو كې اختلاف نظر پاتې دى: (( د سولې په تفاهمنامه به د حزب اسلامي لخوا ګلبدين حكمتيار او د حكومت لخوا جمهور رئيس غني او د سولې عالي شورا لخوا پير ګيلاني لاسليكونه وكړي، تر اوسه دقيقه نېټه نه شم ويلى، ځكه ډېرې كمې تخنيكي ستونزې دي چې دا اوارې شي ګلبدين به كابل ته راشي.))
له حزب اسلامي سره له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې افغان حکومت د سولې خبرې روانې کړي، چې له ۲۵ وړاندې كړيو مادو څخه یې په ۲۳ مادو توافق شوی او د پاتې دوو مادو په اړه هم تمه شته، چې ژر به پرې موافقه وشي.


