ads

غزني: يو نفوذي كس د خپلې پوستې درې پوليس وژلي دي

امنیتي چارواکي وایي د غزني ښار د دریمي امنیتې حوزې یو سرتېري تېره شپه خپل دري ملګري وژلي او خپله په تېښته بریالی شوی دی.د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن غرمه د یوي خبري غونډې پرمهال خبریالانو ته وویل، یاده پیښه تېره شپه شاوخوا دولس بجې دغزني ښار د دریمې امنیتي […]

نویسنده: TKG
18 غویی 1395
غزني: يو نفوذي كس د خپلې پوستې درې پوليس وژلي دي

امنیتي چارواکي وایي د غزني ښار د دریمي امنیتې حوزې یو سرتېري تېره شپه خپل دري ملګري وژلي او خپله په تېښته بریالی شوی دی.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن غرمه د یوي خبري غونډې پرمهال خبریالانو ته وویل، یاده پیښه تېره شپه شاوخوا دولس بجې دغزني ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند په ده خدایداد سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، په یاده سیمه کې د پولیسو د پوستې یو نفوذي سرتېري د خپلې پهرې پر مهال پر خپلو دریو ملګرو برید کړی او هغوی یې وژلي دي.
امرخېل په دې اړه، چې یاد سرتېري د پوستي اړوند مهمات هم له ځان سره وړي او که نه؟ جزیات ورنه کړل. امنیتي چارواکي وایي د غزني ښار د دریمي امنیتې حوزې یو سرتېري تېره شپه خپل دري ملګري وژلي او خپله په تېښته بریالی شوی دی.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن غرمه د یوي خبري غونډې پرمهال خبریالانو ته وویل، یاده پیښه تېره شپه شاوخوا دولس بجې دغزني ښار د دریمې امنیتي حوزې اړوند په ده خدایداد سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، په یاده سیمه کې د پولیسو د پوستې یو نفوذي سرتېري د خپلې پهرې پر مهال پر خپلو دریو ملګرو برید کړی او هغوی یې وژلي دي.
امرخېل په دې اړه، چې یاد سرتېري د پوستي اړوند مهمات هم له ځان سره وړي او که نه؟ جزیات ورنه کړل.
دغه راز د یو بل خبر له مخې د غزني امنیه قومندان وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت د مرکز او ګيرو ولسوالۍ په اړوندو کې د منصور او مخلص په نومونو د دوو قومندانان او دوو سر ګروپانو په ګډون ۷ وسله وال وژل شوي او ۴ وسله وال ټپیان شوي هم دي.
که څه هم وسله والو طالبانو رسما د دغو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو په غزني کي د وسله والو طالبانو یو ځایي قومندان کلید ته ادعا وکړه، چې په ده خدایداد سیمه کي تېره شپه یوه پولیس سرتېري له دوی سره تر اړيكې وروسته څلور پولیس وژلي او د یو ټوډي موټر په ګډون یې څلور میله کلاشینکوفونه، یو میل پیکا، یو میل راکټ او یو میل تومانچه هم له ځان سره دوى ته ور وړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA