د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ په کټه سنګ سيمه کې د افغان پوځ يو هليكوپټر بيړنۍ ناسته کړې ده.
يوه امنيتي باوري سرچينه د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وايي، پېښه پرون شوې او د لومړنيو معلوماتو له مخې په كې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
سرچينه وايي، تر اوسه د پېښې لامل هم معلوم نه دى، خو په وينا يې په همدې سيمه كې د افغان ځواكونو عمليات روان دي او دغې هليكوپټر ورسره په عملياتي برخه كې مرسته كوله د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ په کټه سنګ سيمه کې د افغان پوځ يو هليكوپټر بيړنۍ ناسته کړې ده.
يوه امنيتي باوري سرچينه د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وايي، پېښه پرون شوې او د لومړنيو معلوماتو له مخې په كې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
سرچينه وايي، تر اوسه د پېښې لامل هم معلوم نه دى، خو په وينا يې په همدې سيمه كې د افغان ځواكونو عمليات روان دي او دغې هليكوپټر ورسره په عملياتي برخه كې مرسته كوله: (( دلته ډېرې هغه امنيتي پوستې چې وسله والو نيولې وې بېرته د افغان ځواكونو لاس ته ورغلي دي. پيلوټانو د پراشوټ په مرسته ځانونه ژغورلي.))
ها خوا بيا وسله وال طالبان وايي چې د افغان ځواكونو دا هلكيوپټر د دوى له لوري هغه مهال وويشتل شوه چې بمباري يې كوله.
طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې چې په هليكوپټر كې سپاره کسان هم وژل شوي دي.


