له کندهاره ترينکوټ ته د غځېدلې لارې د خلاصون عمليات، چې څو ورځې وړاندې پيل شوي، لا هم دوام لري.
دغه لاره وسله والو طالبانو له څه مودې راهيسې بنده كړې ده.
د اروزګان ولايت سرپرست امنيه قوماندان محمد ويس صميمي وايي، چې دغه عمليات په برياليتوب سره روان دي او لاره هم تر ډېره خلاصه شوې ده.
د هغه په وينا، په روانو عملياتو کې يې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات هم اړولي دي. له کندهاره ترينکوټ ته د غځېدلې لارې د خلاصون عمليات، چې څو ورځې وړاندې پيل شوي، لا هم دوام لري.
دغه لاره وسله والو طالبانو له څه مودې راهيسې بنده كړې ده.
د اروزګان ولايت سرپرست امنيه قوماندان محمد ويس صميمي وايي، چې دغه عمليات په برياليتوب سره روان دي او لاره هم تر ډېره خلاصه شوې ده.
د هغه په وينا، په روانو عملياتو کې يې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات هم اړولي دي.
وسله وال طالبان بيا ادعا کوي، چې د کندهار – ترينکوټ ترمنځ د لويې لارې پر سر يې لا هم زياته سيمه په واک کې ده او هغه ځواکونه يې، چې د دې لارې د پرانيستې په هدف راغلي، په شا تمبولي دي.


