ads

د ننګرهار ښوونځيو كې نجونې وړيا كمپيوټري زده كړې كوي

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په ټولو ښځینه ښوونځیو کې یې د کمپيوټر د وړیا زده کړې مرکزونه جوړ کړي، چې سلګونه نجونې په کې پر زده کړو بوختې دي. په جلال اباد ښار کې د نازو انا عالي لېسه له هغو ښوونځیو څخه ده، چې یاد مرکز په کې […]

نویسنده: TKG
18 غویی 1395
د ننګرهار ښوونځيو كې نجونې وړيا كمپيوټري زده كړې كوي

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په ټولو ښځینه ښوونځیو کې یې د کمپيوټر د وړیا زده کړې مرکزونه جوړ کړي، چې سلګونه نجونې په کې پر زده کړو بوختې دي.
په جلال اباد ښار کې د نازو انا عالي لېسه له هغو ښوونځیو څخه ده، چې یاد مرکز په کې جوړ شوی دی.
په دغه مرکز کې هره ورځ د سهار له اتو بجو د مازیګر تر څلورو بجو شاوخوا ۱۵۰ نجونې د کمپیوټر بیلابیل پروګرامونه زده کوي.
مریم د دغې لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکې ده. شاوخوا شپږ میاشتې کیږي، چې د خپلې ليسې د كمپيوټر زده كړې د مركز زده كوونكې ده، نوموړې كليد ته وويل، دلته په زده كړه ډېره خوشاله ده د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په ټولو ښځینه ښوونځیو کې یې د کمپيوټر د وړیا زده کړې مرکزونه جوړ کړي، چې سلګونه نجونې په کې پر زده کړو بوختې دي.
په جلال اباد ښار کې د نازو انا عالي لېسه له هغو ښوونځیو څخه ده، چې یاد مرکز په کې جوړ شوی دی.
په دغه مرکز کې هره ورځ د سهار له اتو بجو د مازیګر تر څلورو بجو شاوخوا ۱۵۰ نجونې د کمپیوټر بیلابیل پروګرامونه زده کوي.
مریم د دغې لیسې د دولسم ټولګي زده کوونکې ده. شاوخوا شپږ میاشتې کیږي، چې د خپلې ليسې د كمپيوټر زده كړې د مركز زده كوونكې ده، نوموړې كليد ته وويل، دلته په زده كړه ډېره خوشاله ده: (( دا مرکز موږ ته ځکه ډیر ګټور دی، چې د ښوونځي په انګړ کې دی او د تګ راتګ پرمهال له ستونزو بې غمه یوو.))
بي بي عایشه هم چې د دې كورس زده كوونكې ده، دا مرکز د کلتوري محدودیتونو له اړخه د زده کړې لپاره ګټور مرکز بولي: ((کورنۍ مې راته نورو کورسونو ته اجازه نه راکوله او اوس د دغه مرکز په برکت مې د کمپیوټر زده کړې پیل کړې دي.))
مینه ارمان په همدغه مرکز کې ښوونکې ده. هغه چې د تدریس پرمهال له خپلو شاګردانو سره په مینه درس ورکولو ته لیواله ده، وايي: (( د نجونو لپاره د نورو زده کړو ترڅنګ د کمپیوټر زده کړه هم اړینه ده.))
د استاد مینه ارمان په خبره چې افغانې نجونې باید د نورو بیلابیلو ډګرو ترڅنګ د نړۍ له نجونو سره په معلوماتي ټکنالوژۍ کې هم سیالې واوسي: ((زموږ پيغلې باید د نړۍ له پيغلو سره په هره برخه کې سیالې وي.))
د جلال اباد ښار د نازو انا لیسې مدیره نسیمه پاک کلید بيا ته وویل، چې په یاد مرکز کې هرې زده کوونکې ته د زده کړو چانس ورکول کیږي او له کوم توپير پرته دغه پروسه پر مخ ځي: ((د یاد مرکز په جوړیدو سره زموږ په لیسه کې ډیرو هغو نجونو د کمپیوټر زده کړه وکړه، چې کورنیو یې په کورسونو کې یا اجازه نه ورکوله او یا یې اقتصادي مشکلات درلودل.))
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د نړیوال بانک په مرسته یې ورته د کمپيوټر زده کړې کورسونه د دغه ولایت په ټولو ښوونځیو کې جوړ کړي؛ خو په ډېرو سیمو کې د بریښنا نشتوالي او ځینو نورو ستونزو له امله د زده کوونکو پرمخ تړلي پراته دي.
د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شینواري کلید ته همدا خبره وكړه: (( اوسمهال یوازې په ۳۰ لیسو کې دغه مرکزونه فعال دي، چې زیاتره یې د نجونو په لیسو کې او موږ هڅه کوو،  چې ټول بیرته فعاله شي.))
که څه هم  په جلال اباد ښار کې د کمپیوټر د زده کړې لپاره بیلابیل خصوصي مراکز جوړ شوي؛ خو کتونکي ځکه د نجونو لپاره د ښوونځيو كمپيوټري مرکزونه ګټور بولي، چې له یوې خوا وړیا دي او له بلې خوا په امن ځایونو کې جوړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA