د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي وايي، په تېر یو کلن ماموریت کې يې له فساد سره مبارزه کې ډېر پرمختګ کړى او په دې برخه کې به لاهم جدي هڅې کوي.
د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال خبریالانو ته خپل د تېر کال لاسته راوړنې وړاندې كړې او زياته يې كړه له فساد سره د مبارزې په تړاو يې یو شمېر مشورتي بورډونه جوړي کړي تر څو هر یو بورډ په خپله برخه کې د فساد په وړاندي مبارزه وکړي د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي وايي، په تېر یو کلن ماموریت کې يې له فساد سره مبارزه کې ډېر پرمختګ کړى او په دې برخه کې به لاهم جدي هڅې کوي.
د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال خبریالانو ته خپل د تېر کال لاسته راوړنې وړاندې كړې او زياته يې كړه له فساد سره د مبارزې په تړاو يې یو شمېر مشورتي بورډونه جوړي کړي تر څو هر یو بورډ په خپله برخه کې د فساد په وړاندي مبارزه وکړي: (( د همدې بورډونو په مرسته مو د يو كلن ماموريت پر مهال ګڼ كسان د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي كړي او ځينې نور په محبس كې پراته دي.))
نوموړي زياته كړه، كندهار ولايت ته په راتګ سره يې له ښاروالۍ څخه نیولې تر عدلي او قضايي ارګانونو پورې په ټولو ادارو کې اصلاحات راغلي دي.
نوموړي د ګڼو ټولګټو پروژو یادونه هم وکړه، چې كندهار ته د ده له راتګ سره سم کار پرې پیل شوی یا هم ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې دي.
د کندهار والي وايي، د فساد په وړاندي جدي مبارزه د دولتي ادارو منظم نظارت ته دوام وركوي، ترڅو خلكو ته ښه خدامات وړاندې شي .
هغه زياته كړه په ادارو کې اصلاحات راوستل او دوام وركول به يې په روان کاري کال کې لومړيتوب وي.


