ads

د اووه ولايتونو امنيتي چارواكي د كورنيو چارو له وزير سره غږېږي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، نن د اوو ولایتونو امنیتي چارواکي د كورنيو چارو له وزير تاج محمد جاهد سره د يو لړ امنيتي موضوعاتو په اړه ګډه ناسته لري.د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، د امنیتي ځواکونو دغه ناسته كې د ۷ ولایتونو د امنیتي مسولینو ترمنځ د ګډې همغږۍ […]

نویسنده: TKG
18 غویی 1395
د اووه ولايتونو امنيتي چارواكي د كورنيو چارو له وزير سره غږېږي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، نن د اوو ولایتونو امنیتي چارواکي د كورنيو چارو له وزير تاج محمد جاهد سره د يو لړ امنيتي موضوعاتو په اړه ګډه ناسته لري.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، د امنیتي ځواکونو دغه ناسته كې د ۷ ولایتونو د امنیتي مسولینو ترمنځ د ګډې همغږۍ په رامنځته کولو سره خبرې اترې كېږي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، نن د اوو ولایتونو امنیتي چارواکي د كورنيو چارو له وزير تاج محمد جاهد سره د يو لړ امنيتي موضوعاتو په اړه ګډه ناسته لري.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، د امنیتي ځواکونو دغه ناسته كې د ۷ ولایتونو د امنیتي مسولینو ترمنځ د ګډې همغږۍ په رامنځته کولو سره خبرې اترې كېږي.
نوموړی وایي، چې په دغه ناسته کې د ختیځ څلورو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان سربیره د پروان، پنجشیر، او کاپیسا امنیتي چارواکي ګډونوال دي: (( دغه چارواکي، به د خپلو سیمو امنیتي ستونزي، او د حل لارې د کورنیو چارو له وزیر سره شریکې کړي.))
د هیواد ۷ ولایتونو دا امنیتي چارواکي په داسې حال کې سره را ټولیږي، چې نن سهار هم د وسله والو له لوري د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ ډلیز برید په شاه تمبول شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA