د غزني ځايي چارواکي له تېرو دوو میاشتو راهیسې د دې ولايت په مركزي ښار كې ۳۵ تروریستي بریدونو د شنډولو او په تړاو یې د ګڼ شمېر عاملینو د نیول كېدو خبر ورکوي.
د غزني والي محمد امان حمیم وایي، په غزني ښار کې د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې امنیتي ځواکونو د ۳۵ بمبي بریدونو مخنيوى كړى او په تړاو يې ۳۵ بريدګر هم له چاودېدونكو توكو سره يو ځاى نيول شوي دي: (( له دوو میاشتو راهیسې امنیتي منسوبینو په ښار کې ۳۵ ماینونه، چې په بیلابیلو تکتیکونو سره د تروریستي بریدونو په موخه د آیسکریم په کراچیو، کتابونو او بایسکلونو کې ځای پر ځای شوي وو، له ۳۵ کسانو سره یوځای لاس په لاس نيول شوي دي.)) د غزني ځايي چارواکي له تېرو دوو میاشتو راهیسې د دې ولايت په مركزي ښار كې ۳۵ تروریستي بریدونو د شنډولو او په تړاو یې د ګڼ شمېر عاملینو د نیول كېدو خبر ورکوي.
د غزني والي محمد امان حمیم وایي، په غزني ښار کې د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې امنیتي ځواکونو د ۳۵ بمبي بریدونو مخنيوى كړى او په تړاو يې ۳۵ بريدګر هم له چاودېدونكو توكو سره يو ځاى نيول شوي دي: (( له دوو میاشتو راهیسې امنیتي منسوبینو په ښار کې ۳۵ ماینونه، چې په بیلابیلو تکتیکونو سره د تروریستي بریدونو په موخه د آیسکریم په کراچیو، کتابونو او بایسکلونو کې ځای پر ځای شوي وو، له ۳۵ کسانو سره یوځای لاس په لاس نيول شوي دي.))
د هغه په وینا، د امنیتي ارګانونو ترمنځ ښه همغږي، د امنیتي منسوبینو د وړتیا لوړیدل او له امنیتي ځواکونو سره د خلکو د همکارۍ ډېرېدل د دې لامل شوي، چې امنیتي منسوبین په خپلو دندو کې ښې لاسته راوړنې ولري.
حميم په دې اړه له كليد سره مركه كې زياته كړه، نه يوازې دا بلكې د هیواد په کچه د امنیتي ځواکونو له لوري د شفق تر نامه لاندې د پیل شویو عملیاتو لومړی، دوهم او دریم فاز د غزني ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو په اړوندو کې په بریالیتوب سره پاى ته رسېدلى او وسله والو په كې درانه زيانونه ليدلي دي: (( له ښاره بهر هم امنیتي ځواکونو د شفق عملیاتو په لړ کې وسله والو ته درانه تلفات اړولي، د هغوی ګڼ شمېر مرکزونه یې د مرکز تر څنګ د اندړو، ده یک، زنخان او قره باغ ولسوالیو په اړوندو کې له منځه وړي او امنیتي ځواکونه هغو سیمو ته تللي چې په تېرو لسو کلونو کې نه وو ورته رسیدلي.))
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل هم وایي، چې پولیس اوسمهال د وسله والو په تکتیکونو پوه شوي دي.
هغه د امنیت د ټینګښت او د تخریبي بریدونو د مخنیوي په موخه له خلکو څخه د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه هم کوي :((داسي راپورونه مو تر لاسه کړي، چې دښمن پلان لري د سمنټو په بوریو، د آیسکریم کراچیو، کتابونو او نورو تکتیکونو له لاري چاودیدونکي مواد ښار ته داخل کړي، زما هیله له ټولو دوکاندارانو او ولسونو څخه داده، چې د مشکوکو کسانو او داسي موادو په لیدلو سره دې پولیسو ته خبر ورکړي او د بیګناه هیوادوالو ژوند وژغوري.))
دا په داسي حال کي ده، چې کال وړاندي په غزني ښار کې امنیتي وضعه خورا کړکیچنه وه او نږدې هره ورځ به وسله والو له بي غږه تمانچي او مقناطیسي ماینونو څخه په استفاده په رڼا ورځ د ښار منځ کې امنیتي منسوبین، قومي مخور او دیني عالمان په نښه کول.


