ads

په هلمند كې د ۶ پاكستانيانو په ګډون د ۱۹وسله والو مرګ ژوبله

په هلمند ولايت کې د افغان هوايي ځواك د عملياتو پر مهال د دولت اته وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپيان دي. په هلمند ولايت کې د افغان هوايي ځواك د عملياتو پر مهال د دولت اته وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپيان دي.افغان ځواکونو دا هوايي […]

نویسنده: TKG
17 غویی 1395
په هلمند كې د ۶ پاكستانيانو په ګډون د  ۱۹وسله والو مرګ ژوبله

په هلمند ولايت کې د افغان هوايي ځواك د عملياتو پر مهال د دولت اته وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپيان دي. په هلمند ولايت کې د افغان هوايي ځواك د عملياتو پر مهال د دولت اته وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپيان دي.
افغان ځواکونو دا هوايي بريد پرون ماښام کړی او په وژل شويو کې شپږ تنه پاکستاني وسله وال هم شامل دي.
د هلمند ولايت مقام څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلې چې بهرنيو وسله والو په سيمه کې د دولت د مخالفو وسله والو د روزنې او د بمونو د جوړولو مسوليت پر غاړه درلود. د خبر پاڼې د  معلوماتو له مخې، دا هوايي بريد د لښکرګاه د دوراهي په «کمپرک» سيمه کې شوی دی.
د يوه بل خبر له مخې، نن د ننګرهار ولايت په مركز جلال ابا،  د درونټې په سيمه كې هم دوه پاكستاني تبعه چې غوښتل يې د هېواد په يو شمېر سيمو كې وسله وال بريدونه وكړي، موخې ته له رسېدو وړاندې د امنيتي ځواكونو له خوا نيول شوي دي.
تر اوسه وسله والو مخالفينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA