ads

په ميدان وردګ كې يو مهم طالب قومندان نيول شوى

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، موظفينو يې د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ په شيخ اباد كلي كې د وسله والو طالبانو يو مهم قومندان نيولى دى د ملي امنيت عمومي رياست وايي، موظفينو يې د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ په شيخ اباد كلي كې د وسله والو طالبانو يو مهم […]

نویسنده: TKG
17 غویی 1395
په ميدان وردګ كې يو مهم طالب قومندان نيول شوى

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، موظفينو يې د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ په شيخ اباد كلي كې د وسله والو طالبانو يو مهم قومندان نيولى دى

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، موظفينو يې د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ په شيخ اباد كلي كې د وسله والو طالبانو يو مهم قومندان نيولى دى. نيول شوى طالب قومندان قاري سيدالله  نومېږي او په ورېښمين مشهور دى.

د ياد رياست له لورې په يوه خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي چې له دې طالب قومندان سره يې يو ۸۲ ملي مټري توپ، يوه دهشکه،يوه مخابره، يو کلاشينکوف او څلور شاژرونه نيولي دي.
نيول شوي طالب قومندان په خپل جرم اعتراف كړى او ويلي يې دي چې د كابل _ كندهار په لويه لاره يې د امنيتي ځواكونو په اکمالاتي کاروانونو په وسله والو بريدونو کې رغنده ونډه لرله.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA