ads

په كندهار كې د انارګل دوديزه مشاعره وشوه

په كندهار كې د انارګل دوديزه مشاعره په داسې حال كې وشوه چې په كې د حكومتي چارواكيو سربېره په ډېر شمېر خلكو ګډون كړى وو. په كندهار كې د انارګل دوديزه مشاعره په داسې حال كې وشوه چې په كې د حكومتي چارواكيو سربېره په ډېر شمېر خلكو ګډون كړى وو.انارګل هر كال د […]

نویسنده: TKG
17 غویی 1395
په كندهار كې د انارګل دوديزه مشاعره وشوه

په كندهار كې د انارګل دوديزه مشاعره په داسې حال كې وشوه چې په كې د حكومتي چارواكيو سربېره په ډېر شمېر خلكو ګډون كړى وو.

په كندهار كې د انارګل دوديزه مشاعره په داسې حال كې وشوه چې په كې د حكومتي چارواكيو سربېره په ډېر شمېر خلكو ګډون كړى وو.
انارګل هر كال د يوې مشاعرې په درشل كې نمانځل كېږي. په دې مشاعره كې  د اطلاعاتو او كلتور وزير عبدالباري جهاني له ځوانانو وغوښتل چې خپلي ادبي هڅې ډېرې او ور سره سم د انتقاد کولو طرز زده او د انتقاد د زغملو روحيه په ځان کې پيدا کړي.
د جهاني په خبره، دا کار به د دې لامل شي چې شعر او نثر مو انکشاف پيدا کړي او پر دواړو به مستقيم اغېز ولري.
په ورته وخت كې د کندهار والې همايون عزيزي او د اطلاعاتو او كلتور رييس حضرت ولې هوتک په خپلو خبرو كې له ځوانانو وغوښتل چي د شعر فرهنګ ته وده ورکړي  او په ټولنه کې د مطالعې دود رامنځته كړي.
د مشاعرې پر مهال ګڼو شاعرانو خپل ليكل شوي شعرونه مينه والو ته وړاندې كړل چې شعرونو يې حماسي، ټولنيز او عشقي رنګونه  درلودل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA