ads

په كابل كې د انسان تښتونې د زياتېدو په اړه د امريكا خبردارى

په كابل كې د امريكا سفارت خپلو وګړو او په كابل كې مېشتو بهرنيو ته د انسان تښتونو د پېښو د زياتېدو په اړه  خبردارى وركړى. په كابل كې د امريكا سفارت خپلو وګړو او په كابل كې مېشتو بهرنيو ته د انسان تښتونو د پېښو د زياتېدو په اړه  خبردارى وركړى.په هغه خبرپاڼه كې […]

نویسنده: TKG
17 غویی 1395
په كابل كې د انسان تښتونې د زياتېدو په اړه د امريكا خبردارى

په كابل كې د امريكا سفارت خپلو وګړو او په كابل كې مېشتو بهرنيو ته د انسان تښتونو د پېښو د زياتېدو په اړه  خبردارى وركړى. په كابل كې د امريكا سفارت خپلو وګړو او په كابل كې مېشتو بهرنيو ته د انسان تښتونو د پېښو د زياتېدو په اړه  خبردارى وركړى.
په هغه خبرپاڼه كې چې په كابل كې د امريكا سفارت له خوا خپره شوې راغلي،  د تېرې دوشنبې د ورځې راهيسې په كابل كې د څو بهرنيو وګړيو په ځانګړې توګه د يوه امريكايي وګړي د تښتونې هڅې شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، له همدې كبله په كابل كې د امريكا سفارت په دې وروستيو كې د دا ډول پېښو د زياتېدو په اړه خپله اندېښنه ښكاره كوي.
دا په داسې حال كې ده چې تېره اوونۍ په ننګرهار كې يوه اسټراليايي تبعه مېرمن وتښتول شوه چې تر اوسه يې برخليك مالوم نه دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA