ملي دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې ځواكونو د هلمند په نوزاد ولسوالۍ شپني عمليات كړي او شپېته تنه يې د طالبانو له يوه زندانه راخلاص كړي دي. ملي دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې ځواكونو د هلمند په نوزاد ولسوالۍ شپني عمليات كړي او شپېته تنه يې د طالبانو له يوه زندانه راخلاص كړي دي.
د ياد وزارت له خوا نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، دا زندان د وسله والو و او تېره شپه يې پرې خاصو ځواكونو عمليات كړي دي.
د خبرپاڼې په حواله، په دې عملياتو كې دوه وسله وال وژ ل شوي او درې نور ټپيان دي. خبرپاڼه زياتوي، د دې عملياتو په پايله كې د وسله والو لس موټر عرادي موټر سايكلونه ويجاړ او په زيات شمېر وسلې او مهمات هم كشف او لمنځه وړل شوي دي.
د حكومت مخالفو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده چې له دې وړاندې هم په ورته شپنيو عملياتو كې د وسله والو ډېر شخصي زندانونه مات او په زيات شمېر ملكي وګړي ترې ازاد شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


