يوه تازه ترسره شوې څېړنه ښيي چې دامريکا متحده ايالاتو نيمايي وګړي نيت لري چې د امريکا د جمهور رياست په ټاکنو کې ميليارډر ډونالډ ټرامپ ته رايه ورکړي.
يوه تازه ترسره شوې څېړنه ښيي چې دامريکا متحده ايالاتو نيمايي وګړي نيت لري چې د امريکا د جمهور رياست په ټاکنو کې ميليارډر ډونالډ ټرامپ ته رايه ورکړي.
د سروې له مخې دوى دا كار د دې له پاره نه كوي چې ګنې د ده د دريځ څخه ملاتړ کوي، بلکې موخه يي داده چې د سپيني ماڼۍ د مشرې په توګه د هيلري کلينټن د ټاکل کېدو مخه ونيسي.
دا دهغې سروې پايله ده چې د رويټرز اژانس د نړيوالې ټولنپوهنې مرکزIpsos سره په ګډه کړې ده. په سلو کې ۴۷ تنوويلي چې نيت لري ټرامپ ته رايې ورکړي او له هغه څخه ملاتړ کوي، ځکه دوی نه غواړي چې نور يې هېواد ډيموکراټان اداره کړي.
يوازې ۴۳ په سلو کې پوښتل شويو کسانو ويلي دي، د دې لپاره ټرامپ ته رايه وركوي چې د هغه سياسي دريځ د دوی په زړه برابر دي.
په سلو کې ۶ تنو بيا ويلي چې دوی د ټرامپ سره علاقه لري او دا د دوی شخصي نظر دى. په عين وخت کې بيا په سلو کې ۴۶ پوښتل شويو کسانو ويلي دي چې د کليټن پلويان دي او هغې ته به رايه ورکړي.
په سلو کې ۴۰ پوښتل شويو کسانو ويلي دي چې د مېرمن كلنټن د سياسي دريځ سره موافق دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


