ads

كريم خليلي د بين الافغاني مذاكراتو غوښتونكى شو

د سولې عالي شورا مرستيال كريم خليلي وايي، افغان حكومت بايد له وسله والو مخالفينو سره د سولې مذاكرات جدي ونيسي او د يوې بين الافغاني پروسې له لارې افغانانو ته سوله راولي. د سولې عالي شورا مرستيال كريم خليلي وايي، افغان حكومت بايد له وسله والو مخالفينو سره د سولې مذاكرات جدي ونيسي او […]

نویسنده: TKG
17 غویی 1395
كريم خليلي د بين الافغاني مذاكراتو غوښتونكى شو

د سولې عالي شورا مرستيال كريم خليلي وايي، افغان حكومت بايد له وسله والو مخالفينو سره د سولې مذاكرات جدي ونيسي او د يوې بين الافغاني پروسې له لارې افغانانو ته سوله راولي. د سولې عالي شورا مرستيال كريم خليلي وايي، افغان حكومت بايد له وسله والو مخالفينو سره د سولې مذاكرات جدي ونيسي او د يوې بين الافغاني پروسې له لارې افغانانو ته سوله راولي.
خليلي چې نن يې په كابل كې يوې غونډې ته خبرې كولې وويل، په كار ده چې د سولې لپاره يو ملي او افغاني تګلاره جوړه او د هماغې له مخې عمل وشي.
د خليلي په خبره، نه بايد د سولې هيله له نړۍ او يا هم د هغو هېوادونو څخه وشي چې په څلور اړخيزو او نورو ناستو كې يې ګډون كړى دى.
د مخكني حكومت دا لوړ پوړى چارواكى د سولې عالي شورا د نوې تشكيل د كارونو په اړه خوشبينې ښيي او هيله مند دى چې د يوه ښه ميكانيزم له لارې به افغانان سولې ته ورسېږي
دا په داسې حال كې ده چې افغان حكومت وايي، جګړه يې لومړيتوب دى او له دې لارې به وتوانېږي چې په هېواد كې د  تل پاتې سولې ور پرانيزي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA