جمهور رييس محمد اشرف غني، پرون ماښام د يوه ځانګړې فرمان له مخې د ملي دفاع وزارت لپاره ډګر جنرال عبدالله خان او د ملي امنيت رياست لپاره معصوم ستانكزى د سرپرستانو په توګه ټاكلي دي جمهور رييس محمد اشرف غني، پرون ماښام د يوه ځانګړې فرمان له مخې د ملي دفاع وزارت لپاره ډګر جنرال عبدالله خان او د ملي امنيت رياست لپاره معصوم ستانكزى د سرپرستانو په توګه ټاكلي دي.
ډګر جنرال عبدالله خان له دې وړاندې د لوى درستيز رييس اركان او معصوم ستانكزى د ملي دفاع سرپرست وزير و.
د ارګ له لورې په يوه خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي چې معصوم سانكزى د جمهور رئيس لوړ سلاكار وزير هم ټاكل شوى دى.
دا په داسې حال كې ده چې ولسي جرگې له حكومت څخه غوښتي و چې هر څومره ژر كېږي بايد د سرپرستۍ دود ختم كړي.


