پاكستاني خبريالان له دې كبله سړكونو ته راوتلي چې حكومت يې د امنيت په ټينګښت كې پاتې راغلى دى. پاكستاني خبريالان له دې كبله سړكونو ته راوتلي چې حكومت يې د امنيت په ټينګښت كې پاتې راغلى دى.
دوى په اسلام اباد كې لاريون وكړ او حكومت يې وننګوه چې د امنيت د تامين په برخه كې يې جدي ګامونه پورته كړي.
د همدې خبريالانو له ډلې نويد اكبر رسنيو ته وويل، له هغې ورځې چې پاكستان د ترهګرۍ پر ضد د جنګ غږ پورته كړى، پاكستاني خبريالانو ښه ورځ نه ده ليدلې.
دى وايي، له تېر يو كال راهيسې له پاكستان څخه لسګونه خبريالان تېښتې ته اړ شوي او په زيات شمېر نور يې وژل شوي دي.
په پاكستان كې د خبريالانو د خونديتوب كمېټې ويلي، په دې وروستيو كې نږدې يو سل او شل پاكستاني خبريالان وژل شوي دي، خو خبريالان نيوكه كوي چې د دوى د ملګرو قاتلين لا هم سرې سترګې كې ګرځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


