ads

تېر كال په افغانستان كې ۱۵ زره كسان وژل شوي

د سټراټيژيکو مطالعاتو نړيوال انستيتيوت په يوه راپور كې وايي، ۲۰۱۵ ميلادي کال د افغانانو لپاره تر ټولو خونړي کال و. د سټراټيژيکو مطالعاتو نړيوال انستيتيوت په يوه راپور كې وايي، ۲۰۱۵ ميلادي کال د افغانانو لپاره تر ټولو خونړي کال و.د دغه څېړنيز انسټيټيوټ په وينا تېر کال په افغانستان کې ۱۵ زره انسانان […]

نویسنده: TKG
17 غویی 1395
تېر كال په افغانستان كې   ۱۵ زره كسان وژل شوي

د سټراټيژيکو مطالعاتو نړيوال انستيتيوت په يوه راپور كې وايي، ۲۰۱۵ ميلادي کال د افغانانو لپاره تر ټولو خونړي کال و. د سټراټيژيکو مطالعاتو نړيوال انستيتيوت په يوه راپور كې وايي، ۲۰۱۵ ميلادي کال د افغانانو لپاره تر ټولو خونړي کال و.
د دغه څېړنيز انسټيټيوټ په وينا تېر کال په افغانستان کې ۱۵ زره انسانان وژل شوي چې د و رتېر کال په پرتله تقريباً دوه برابره دي.
د دې انسټيټيوت چې مرکز يې په لندن کې دى، په راپور کې نه دي ويل شوي چې د ملکي تلفاتو دقيق شمېر څومره دي.
د سټراټيژيکو مطالعاتو د نړيوال انسټيټيوټ رئيس جان چيپمن وايي، افغانستان په ۲۰۱۵ کې خورا بد بحران تېر کړ.
د سټراټيژيکو څېړنو نړيوال انسټيټيوټ چې له ۱۹۵۸ ميلادي کال را په دې خوا د هېوادونو لاس ته د اټمي وسلو پر نه ورتګ او د وسلو پر کنټرول تمرکز کوي، په خپله څېړنه کې دا هم ويلي چې تېر کال په درسته نړۍ کې يولکو ۶۷ زره انسانان په جګړو کې وژل شوي دي چې تر ټولو زيات يې په سوريه كې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA