جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، اداري فساد يو ملي شرم دى او بايد په وړاندې يې جدي مبارزه وشي. نوموړي دا خبره نن په افغانستان كې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه كې د اروپايي اتحاديې جوړ شوي كنفرانس ته وكړه.
جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، اداري فساد يو ملي شرم دى او بايد په وړاندې يې جدي مبارزه وشي.
نوموړي دا خبره نن په افغانستان كې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه كې د اروپايي اتحاديې جوړ شوي كنفرانس ته وكړه.
د هغه په وينا، په هېواد كې د فساد له منځه وړل بنسټيزو كارونو ته اړتيا لري.
جمهور رئيس غني زياته كړه، د روابطو په اساس د دولتي كار كوونكو استخدام، قرارداديانو ته د امنيتي او نورو سكټورونو د قراردادونو په وركړه كې فساد، له واكه ناروا ګټه اخيستنه او پر عدلي او قضايي ارګانونو د زورواكو فشار هغه عوامل دي، چې فساد تقويه كوي.
بلخوا جمهور رئيس په هېواد كې د حكومتدارۍ، د قانون د حاكميت او اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي شورا د جوړېدو غوښتونكى شو او له مدني ټولنو يې هم وغوښتل، چې په دې برخه كې له حكومت سره همكاري وكړي.
هغه زياته كړه، په وروستيو څو مياشتو كې يې لسګونه جنرالان او قاضيان، چې په فساد كې ښكېل وو، له دندو ګوښه كړي او په وينا يې حكومت توانېدلى يوازې د ملي دفاع وزارت د قراردادونو په برخه كې لسګونه ميليارده افغانۍ وسپموي.
په ياد كنفرانس كې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي د ملي يووالي حكومت سره د فساد په وړاندې پر ګډې جدي مبارزې ټينګار وكړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


