د ملي امنيت لوى رياست په تخار ولايت کې د يو ځانمرګي بريد كوونكي او د هغه د لېږدوونکي د نيولو خبر وركوي. د دې رياست له مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې موظفينو يې د تخار ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په مهال د مُصعب په نوم مشهور، محمد ايوب نومى ځانمرګى بريد كوونكى او د هغه لېږدوونکى محمد ابراهيم نيولي دي.
د ملي امنيت لوى رياست په تخار ولايت کې د يو ځانمرګي بريد كوونكي او د هغه د لېږدوونکي د نيولو خبر وركوي.
د دې رياست له مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې موظفينو يې د تخار ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په مهال د مُصعب په نوم مشهور، محمد ايوب نومى ځانمرګى بريد كوونكى او د هغه لېږدوونکى محمد ابراهيم نيولي دي.
د سرچينې په وينا، دغو كسانو په تخار کې د ځانمرګو بريدونو د طرحه کوونکي قوماندان طوره په لارښوونه هوډ درلود، چې د دې ولايت په يوه له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه کې ځانمرګى بريد ترسره کړي.
نيول شوو کسانو منلې، چې په تخار، بغلان او کندوز ولايتونو کې يې د امنيتي ځواکونو په وړاندې ګڼ شمېر عملياتو کې رغنده ونډه لرلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


