د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو طالبانو بريد کې څلور پوليس وژل شوي او پوسته يې سوځولې ده.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ رسنيو وويل، چې د سيدکرم د بډم کندې د سيمې پر دغې پوستې د شپې شاوخوا دوه بجې بريد پيل او تر سهاره يې دوام کړى دى. د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو طالبانو بريد کې څلور پوليس وژل شوي او پوسته يې سوځولې ده.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ رسنيو وويل، چې د سيدکرم د بډم کندې د سيمې پر دغې پوستې د شپې شاوخوا دوه بجې بريد پيل او تر سهاره يې دوام کړى دى.
د هغه په وينا، په دې بريد کې، چې لسګونو وسله والو طالبانو پکې برخه اخيستې وه، دوه پوليس ټپيان شوي هم دي، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ځدراڼ زياته کړه، په بريد کې درې بريد كوونكي هم وژل شوي، چې مړي يې د جګړې په سيمه کې پاتې دي.
امنيه قوماندان همدارنګه وويل، چې تر سخت مقاومت وروسته پوستې ته طالبانو اور اچولى، وسلې او ځينې نور مهمات يې له ځان سره وړي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې په دې بريد کې اته تنه پوليس وژل شوي او شپږ ټپيان دي.
هغه وايي، وسلې طالبانو له ځان سره وړي، خو پوسته او يو رېنجر موټر يې سوځولي دي.
مجاهد همدارنګه په دې ډله ييز بريد کې د يوه طالب جنګيالي وژنه او د يوه بل ټپي کېدل منلي دي.


