ads

پوليس: تر ټپي کېدو وروسته مو دولت غم نه خوري

د کندهار ښار پر څلورلارو ولاړ او په ګزمو بوخت پولیسو له کلید راډیو سره په خبرو کې وویل، چې کله په یوه پېښه کې ټپيان شي، د کندهار د امنیه قوماندانۍ لخوا ورته لازمې روغتیايي اسانتیاوې نه برابرېږي.دوی وايي، د ټپي کېدو له کبله يې که په روغتون کې هر څومره ورځې تېرې شوې […]

نویسنده: TKG
15 غویی 1395
پوليس: تر ټپي کېدو وروسته مو دولت غم نه خوري

د کندهار ښار پر څلورلارو ولاړ او په ګزمو بوخت پولیسو له کلید راډیو سره په خبرو کې وویل، چې کله په یوه پېښه کې ټپيان شي، د کندهار د امنیه قوماندانۍ لخوا ورته لازمې روغتیايي اسانتیاوې نه برابرېږي.
دوی وايي، د ټپي کېدو له کبله يې که په روغتون کې هر څومره ورځې تېرې شوې وي، د هغو معاش هم ورڅخه ګرځول کېږي. د کندهار ښار پر څلورلارو ولاړ او په ګزمو بوخت پولیسو له کلید راډیو سره په خبرو کې وویل، چې کله په یوه پېښه کې ټپيان شي، د کندهار د امنیه قوماندانۍ لخوا ورته لازمې روغتیايي اسانتیاوې نه برابرېږي.
دوی وايي، د ټپي کېدو له کبله يې که په روغتون کې هر څومره ورځې تېرې شوې وي، د هغو معاش هم ورڅخه ګرځول کېږي.
فتح محمد له تېرو څو کلونو راهیسې په پولیسو کې دنده ترسره کوي.
نوموړی وايي، کله چې ټپي شو، نو ټپونو دومره نه وو نا ارامه کړی، لکه څومره چې د چارواکو چلند مايوسه کړ.
د هغه په وينا، د ټپي کېدو په مهال دولت هېڅ پاملرنه نه ورته کوله.
فتح محمد زياتوي، پولیسو ته نه پاملرنه د دې سبب شوې، چې يو شمېر پولیس خپلې دندې پرېږدي.
خو د کندهار د امنیه قوماندانۍ چارواكي دا ردوي، چې د دوی لخوا ټپي شويو پولیسو ته روغتيايي اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.
د امنيه قوماندانۍ وياند ضیاء درانی وايي، په امنیه قوماندانۍ کې پولیسو ته د روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو یوه ځانګړې څانګه لري، چې په وینا يې ټولو هغو پولیسو ته، چې ټپيان شوي وي او یا هم عادي ناروغي ولري، روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
بلخوا فتح محمد وايي، چې د سنګر ملګري يې له لاسه ورکړل، خو چا يې له کورنيو سره غمشريکي لا و نه کړه.
د ده په وینا، د یوه پولیس تر مرګ وروسته د هغه کورنۍ ته ۲۹۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي، چې هېڅ بسنه نه کوي.
د نوموړي په وینا، دغه پیسې هم د وژل شوي پولیس کورنۍ ته د زړه په خوږ ورکول کېږي.
د امنیه قوماندانۍ مسوولین هم دا مني، چې د وژل شوي پولیس کورنۍ ته تر ډېرو مراحلو وروسته پیسې ورکول کېږي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیاء درانی وايي، دغه پروسه ځکه ډېره اوږده ده، چې حق حقدار ته ورسېږي او فساد په کې و نه شي.
په کندهار کې پولیس د یادو ستونزو ترڅنګ اکثره وخت د معاشونو د ځنډ، د اعاشې په وخت د نه رسېدو او تر وخت ډېره پیره کولو څخه هم شکایت کوي، چې مسوولینو يې په وار وار د حلولو ژمنې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA