د اروزګان ولايت د مركز ترينکوټ او دهراود ولسوالۍ ترمنځ د امنيتي ځواكونو عمليات لا هم دوام لري.
د اروزګان ولايت سرپرست امنيه قوماندان محمد ويس صميمي وايي، چې عمليات په برياليتوب سره روان دي او دا مهال امنيتي ځواکونه په کوتل مرچه سيمه کې د لارې پر سر د ماينونو په ايستلو بوخت دي. د اروزګان ولايت د مركز ترينکوټ او دهراود ولسوالۍ ترمنځ د امنيتي ځواكونو عمليات لا هم دوام لري.
د اروزګان ولايت سرپرست امنيه قوماندان محمد ويس صميمي وايي، چې عمليات په برياليتوب سره روان دي او دا مهال امنيتي ځواکونه په کوتل مرچه سيمه کې د لارې پر سر د ماينونو په ايستلو بوخت دي.
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو په سيمه کې ګڼ شمېر ماينونه ښخ کړي، چې د امنيتي ځواکونو د ګړندي پرمختګ مخه يې نيولې ده.
نوموړى زياتوي، تر دې مهاله زيات شمېر ماينونه شنډ شوي او لا هم امنيتي ځواکونه د ماينونو په شنډولو بوخت دي.
صميمي وايي، وسله والو طالبانو له امنيتي ځواکونو سره نښته کړې، چې په مهال يې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په خبره، د لارې له خلاصولو وروسته به پر دغه لاره امنيتي پوستې ځاى پر ځاى او د تل لپاره به يې د وسله والو له ګواښ څخه خوندي کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اروزګان د دهراود ولسوالۍ اوسېدونكي له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان او د خوراکي او غير خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.


