جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې د ستونزو د حل او د سواد کچې لوړوالي لپاره يو ملي بسيج ته اړتيا ده، چې د کورنۍ هر غړى په کې برخه واخلي.
نوموړي، چې نن يې په کابل کې په نشه د روږدو کسانو لپاره د “احياى اميد” په نوم د حرفوي او فني درملنې د مرکز په پرانيسته کې خبرې کولې، دا څرګندونې وکړې.

هغه زياته کړه، د دغه مرکز پرانيسته به مرسته وکړي، چې په کابل ښار کې د هغو معتادينو په اړه اندېښنې کمې کړي، چې د ګرمۍ او يخنۍ په زياتوالي د مرګ له ګواښ سره مخ کېدل.
جمهور رئيس غني د معتادينو د شمېر زياتوالى د هغوى په روزنې پورې تړلى وباله او د دا ډول ستونزو د حل لپاره يې د يو ملي بسيج پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.
د يادولو وړ ده، چې د پايتخت کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولايتونو کې سلګونه زره ځوانان په نشه روږدي دي او درملنې ته اړتيا لري، چې خلك يې د زياتوالي او نه درملنې د ملامتۍ ګوته حكومت ته نيسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ