د ځنګلونو په برخه کې کوريايي متخصصانو له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره په کتنه کې ژمنه کړې، چې په افغانستان کې د ځنګلونو د احيا لپاره به مرسته وکړي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، چې په همدې تړاو پرون په کابل کې د جنوبي کوريا سفير چين کي هون د کوريايي متخصصانو له يو پلاوي سره يو ځاى له جمهور رئيس غني سره خبرې کړي. د ځنګلونو په برخه کې کوريايي متخصصانو له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره په کتنه کې ژمنه کړې، چې په افغانستان کې د ځنګلونو د احيا لپاره به مرسته وکړي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، چې په همدې تړاو پرون په کابل کې د جنوبي کوريا سفير چين کي هون د کوريايي متخصصانو له يو پلاوي سره يو ځاى له جمهور رئيس غني سره خبرې کړي.
په دې ليدنه کې کوريايي پلاوي د هېواد جمهور رئيس ته ويلي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دى، چې د کليو او ځنګلونو د پراختيا او د کرنې د ودې لپاره مناسب وضعيت لري.
د جنوبي کوريا د پلاوي غړو ژمنه کړې، چې دوى به د کليو د پراختيا، د کرنې د ودې او په ځانګړي ډول د ځنګلونو د احيا په برخو کې افغان مامورينو ته روزنه ورکړي.
جمهور رئيس غني وايي، د افغانستان ځنګلونه بيا احيا ته اړتيا لري او د ځنګلونو د پراختيا او بيا احيا په برخه کې د کوريا تجربې له افغانانو سره ډېره مرسته کولاى شي.


